د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي قاضي د ټرمپ د کډوالو د شړلو فرمان ځنډولی


مخکني ولسمشر اوباما فرمان خپور کړی هغه ماشومان چې میندو او پلرونو په غیر قانوني ډول امریکا ته راوستي دي، ونه شړل شي
مخکني ولسمشر اوباما فرمان خپور کړی هغه ماشومان چې میندو او پلرونو په غیر قانوني ډول امریکا ته راوستي دي، ونه شړل شي

په امریکا کې د فدرال محکمې یو قاضي د ولسمشر ټرمپ هغه پرېکړه په موقت ډول وځنډوله چې غواړي په زوره زرګونه کډوال له امریکا وباسي.

په دغه پروګرام کې تر ډېره هغه ځوان کډوال شامل دي چې په امریکا کې د اوسېدو قانوني اسناد نلري. د فدرال قاضي ویلیام السوپ ته د کلفورنیا ایالت او ځینو نورو مدعیانو عریضه کړې وه چې د ښاغلي ټرمپ پرېکړه ونه مني.

په ۲۰۱۲ کال کې مخکني ولسمشر بارک اوباما یو فرمان خپور کړ چې له مخې یې هغه ماشومان چې میندو او پلرونو په غیر قانوني ډول امریکا ته راوستي دي، ونه شړل شي. خو ولسمشر ټرمپ یې پر ضد بل فرمان خپور کړ.

د ولسمشر اوباما د فرمان له مخې دغه ماشومان چې ډېر یې اوس زلمیان دي، که په شرایط برابر وي باید په متحدو ایالتونو کې د کار کولو اجازه هم ورکړل شي. دا پروګرام داکا نومیږي، چې د ماشوم کډوالو د شړلو مخنیوی بلل کیږي. د داکا پروګرام ۸۰۰۰ ځوان کډوال رانغاړي.

د ۲۰۱۷ کال د ډسمبر په میاشت کې د امریکا د عدلیې وزرات اعلان وکړ چې د داکا پروګرام بندوي. وزارت ویلي دي چې په دغه پروګرام کې مخکني ولسمشر له خپل صلاحیت نه ورپورته کار کړی او فرمان یې خپور کړی دی.

تر دې دمه د امریکا په څلورو ایالتونو کې د ولسمشر ټرمپ د دغې پرېکړې په ضد دعوې ثبتې شوي دي.

د کلیفورنیا پوهنتون د اداري بورډ مدافع وکیل جفري دیفیدسیون چې په خپله د ولسمشر ټرمپ د پرېکړې په ضد دی، اسوشیتدپرس ته یې وویلي " د دغه پروګرام ډېر خلک په ښونځیو کې داخل دي، له بانکونو یې قرضونه اخیستي کاروبار او کورنۍ لري. که دا پروګرام بند شي، دغو کسانو ته به بدې پایلې ولري".

د کلیفورنیا پوهنتون په یوې اعلاميې کې ویلي دي هغه محصلین یې چې د داکا په پروګرام کې دي غوره او با استعداده زره کوونکي دي او د امریکا او کلیفورنیا د راتلونکي جوړوي.

XS
SM
MD
LG