د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن میرمنو سره د تشدد د مخنیوي کنوانیسون نه د ترکیې په وتلو خواشینې وښوده


جمهور رئیس بایډن وویل چې د ترکیې پریکړه خواشینونکې ده.
جمهور رئیس بایډن وویل چې د ترکیې پریکړه خواشینونکې ده.

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن د استانبول د کنوانیسون څخه د ترکیې په وتلو ژوره خواشیني ښودلې.

د سپینې ماڼۍ په اعلامیه کې د جمهور رئیس جو بایډن د قوله لیکل شوي چې د جنس پر اساس زور زیاتی داسې بده پدیده ده چې د نړۍ په ګوډ ګوډ کې په هر هیواد کې شته ده.

په اعلامیه کې راغلي، " دا په نړۍ کې د میرمنو سره د زورزیاتي د پای ته رسولو لپاره د نړیوال غورځنګ په خلاف یو خواشینونکی اقدام دی. دا ناڅاپه او بې دلیله اقدام په ژروه توګه خواشینونکی دی."

ښاغلي بایډن د امریکا د جورجیا په ایالت کې د اتو آسیایي نژاده میرمنو وژلو ته په اشارې ویلي چې په میرمنو د دا شان ناوړه او بې رحمانه بریدونو بیلګې ډیرې دي.

په اعلامیه کې ویل شوي، " مونږ ولیدل چې د جنس پر اساس روزمره ژوند کول میرمنو ته څومره تاوان رسوي. دا مونږ او تاسې ټول زیانمنوي او ټول باید په ګډه داسې ټولنې جوړې کړو چې میرمنې وکړی شي په آزاده توګه د خپل ژوندانه چارې پر مخ یوسي. "

دا د نړۍ لومړنی کنوانسیون دی چې د میرمنو سره د زور زیاتي په خلاف د مبارزې او مخنیوي لپاره په ۲۰۱۱ کال کې جوړ شوی.

د ترکیې د جمهور رئیس رجب طیب اردوغان حکومت شنبه مارچ ۲۰ (کب۳۰) اعلان وکړ چې ددې کنوانیسیون نه اوځي ځکه دا کنوانیسیون "د کورنۍ یووالی زیانمنوي. "

د استانبول کنوانسیون په ۲۰۱۱ کال کې جوړ شوی او د اروپایي اتحادیې تر څنګ د نړۍ ۴۵ هیوادونو لاسلیک کړی. د کنوانسیون له مخې حکومتونه مکلف دي چې د کورني تشدد ، د میرمنو سره د زور زیاتي، جنسي تیري او د میرمنو د ختنې کولو سره د مبارزې لپاره قوانین جوړ کړي.

ترکیه او د امریکا متحده ایالات دواړه د ناټو غړي هیوادونه دي خو د ۲۰۱۶ کال راپدیخوا یې اړیکې بې خونده دي.

جو بایډن څه کم درې میاشتې کیږي چې د امریکا نوی جمهور رئیس ټاکل شوی خو د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان لا هم ورسره ندي کتلي.

واشنګټن تیره اونۍ د ترکیې چارواکو هغه هڅې هم وغندلې چې غوښتل یې کردي پلوه ګوند بند کړي.

XS
SM
MD
LG