د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او ازبکستان په افغانستان کې د ثبات لپاره ګډ کار کوي


د امریکا او ازبکستان ولسمشرانو د افغانستان پر اوضاعو د بحث په شمول، د دواړو هېوادونو د اوږدمهال مشارکت پر تقویې خبرې کړي دي.

امريکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپل ازبک سیال شوکت میرضیایف سره د سه شنبې په ورځ [مې ۱۶] په سپینې ماڼۍ کې ولېدل.

د دواړو مشرانو تر لیدنې وروسته، سپینې ماڼۍ د "امریکا او ازبکستان ترمنځ د اوږدمهال مشارکت د نوي عصر پېلولو" تر سرلیک لاندې په یوې اعلامیې کې ولیکل چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر له ۱۱ نیټې څخه وروسته، له افغانستان څخه د القاعدې په ویستلو کې ازبکستان "حیاتي ملاتړ" کړی دی.

په اعلامیې کې راغلي چې ازبکستان به په افغانستان کې د ثبات د راوستلو په کار کې مرسته او د افغانستان او جنوبي آسیا لپاره د امریکا له تګلارې څخه "پوره ملاتړ" وکړي.

د اعلامیې پر بنسټ، واشنګټن او تاشکند ژمنه کړې چې د مرکزي آسیا د څو اړخیزو همکاریو په تشکیلاتو کې د افغانستان له شاملولو څخه"پوره ملاتړ" کوي.

ازبکستان ولي د امریکا لپاره مهم دی؟

ازبک چارواکو له ولسمشر ټرمپ سره د خپل ولسمشر لیده کاته "تاریخي مجلس" بللی دی.

دواړو مشرانو ژمنه کړې چې خپلې تجارتي او پوځي اړیکې زیاتوي.

ولسمشر ټرمپ میرضیایف "ډیر د احترام وړ سړی" وباله ويې ویل چې " له امریکا څخه د وسایلو او پوځي تجهیزاتو د پیردولو په شمول، له نظامي پلوه ګډ کار کوو."

په مقابل کې ازبک ولسمشر په مالیې او کاروبارونو کې د اصلاحاتو په راوستلو کې د ولسمشر ټرمپ اقتصادي لاسته راوړنې عالي وبللې.

میرضایف ۲۰ میاشتې مخکې د چارو واګي واخېست. د بشري حقونو فعالان وایې چې ازبک رهبر خپل هېواد د زیاتې آزادۍ په طرف بیولی دی.

د ازبکستان ولسمشر پدې وروستیو کې د اپوزیسیون یو مشر او د بشري حقونو فعال فخرالدین طلائف له څلور کلن حبس وروسته له زندان څخه خوشي کړ.

په ازبکستان کې د امریکا پخوانی سفیر جان هربست پدې نظر دی چې په ازبکستان کې پوره ولسواکي نشته. دی وایې چې "د ازبکستان په هکله نشو ویلی چې یوه پرانېستې ټولنه او ډیموکراسي ده."

امریکا او ازبکستان په افغانستان کې د ثبات لپاره ګډ کار کوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:05 0:00

XS
SM
MD
LG