د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: که چین په شمالي کوریا په بندیزونو عمل ونکړ، په دواړو بندیزونه لګوو


شمالي کوریا ویلي دي چې د امریکا په خلاف د بندیزونو په خاطر ځوابي عمل کوي.
شمالي کوریا ویلي دي چې د امریکا په خلاف د بندیزونو په خاطر ځوابي عمل کوي.

د امریکا د خزاني وزیر سټیون منوچین چین ته خبرداری ورکړی چې که په شمالی کوریا د ملګرو ملتونو د امنیت د شوار لخوا په تازه بندیزونو یې عمل ونکړ، واشنګټن به په دواړو هیوادونو نور بندیزونه هم ولګوي او امریکا او د امریکایي ډالرو ته د لاسرسي مخه به یې ونیسي.

د امریکا د حکومت یو بل جګپوړي چارواکي بیا د رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې د چین به بانکونو او شرکتونو بندیزونه د اوس لپاره ځنډول شوي ځکه واشنګنټن غواړي چین ته وخت ورکړي چې آیا په شمالي کوریا د تازه بندیزونو رعایت کوي که نه.

د ملګرو ملتونو د امنیت شوار د همدې تیرې دوشنبې په ورځ د رایو په اکثریت په شمالي کوریا تازه بندیزونه ولګول. په نویو بندیزونو کې په شمالي کوریا د ټوکر صادرات بند او د تیلو واردات محدود شول.

شمالي کوریا بیا خبرداری ورکړی چې د متحده ایالاتو پر ضد به اقدام وکړي.

XS
SM
MD
LG