د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او متحدین یې 'تر راتلونکو څو ورځو پورې' د روسیې د تیلو د قیمت کچه ټاکي


د متحدو ایالتونو د خزانې وزارت نومبر ۲۲ (لیندۍ لومړۍ) وویل چې واشنګټن او متحدین یې پلان لري په راتلونکو څو ورځو کې په داسې حال کې د تیلو د قیمت کچه وروستۍ کړي چې امریکا او متحدین یې هڅه کوي، د روسیې عمده عایداتي سرچینو بندې کړي.

د تیلو د قیمت د سقف ټاکل به د روان میلادي کال د ډسبمر په پنځمه نیټه عملي شي او له مخې به یې شرکتونه د ټاکل شوي قیمت څخه پورته د روسیې د تیلو د لیږد لپاره د بیمې له ټاکلو څخه منع شي.

جي اوه ډله یا اوه ستر صنعتي هیوادونه، اروپايي ټولنه او آسترالیا به داسې اقدامات عملي کړي چې هدف یې د تیلو له لوړ قیمت څخه د روسیې د ګټي محرومیدل دي، هغه عواید چې روسیې ورڅخه په اوکراین کې جګړه تمویل کوي. سربیره پر دې امریکا او متحدین یې د تیلو د قیمت د ټاکلو له لارې هڅه کوي چې په نړۍ کې د سوند توکو قیمت راټیټ کړي.

پر اوکراین د روسیې نظامي برید چې د روان میلادي کال د فبروري په ۲۴ نیټه پیل شوی ددې لامل شوی چې په نړۍ کې د تیلو قیمت لوړ شي. په نړۍ کې د تیلو د قیمت لویډو له روسیې سره مرسته کړې ده څو د هغو بندیزونو تاثیرات کم شي چې د غرب له خوا پر هغه هیواد لګیدلي دي.

د متحدو ایالتونو د خزانې وزارت یو جګپوړي مشر د سه شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د اروپایي ټولنې غړي د تیلو د قیمت د سقف په ټاکلو سلا مشورې کوي او کله چې دا سقف وټاکل شي، دا ستر ائتلاف به یې د پلي کیدو لپاره عملي‌ګامونه پورته کړي.

دغه جګپوړي چارواکي زیاته کړه:"موږ په راتلونکو څو ورځو کې هیله من یو چې هغوی‌ (د اروپايي ټولنې غړي) د تیلو د قیمت د سقف د ټاکلو په اړه خپلې سلا مشورې پای ته ورسوي او موږ به د یو ائتلاف په توګه پر مخ ولاړ شو... د تیلو د قیمت سقف به د ډسمبر له پنځمي پلی شي."

دغه امریکایي چارواکي زیاته کړه هیڅ داسې دلیل نشته چې باور وشي مسکو به د تیلو د قیمت د سقف د ټاکلو د نوې پالیسۍ په وړاندې غچ اخیستونکی اقدام وکړي ، ځکه "د هغوی په ګټه نده."

د امریکا د خزانې وزارت دغه چارواکي وویل" هر اقدام چې هغوی (روسي چارواکي) د تیلو د قیمت د لوړیدو لپاره وکړي، د هند او چین په شان د هغوی پر نویو مشتریانو به اغیز وکړي."

امریکایي چارواکو ویلي د تیلو د قیمت سقف به دومره وي چې روسیه هم ورڅخه ګټه پورته کړي خو د ډیر عاید د مخنیوي لامل به شي.

د امریکا د خزانې وزارت همدارنګه د سه شنبې په ورځ لیږدونکو او مالي شرکتونو ته یو طرزالعمل صادر کړ چې د تیلو د قیمت د سقف له شرایطو اطاعت وکړي.

امریکایي چارواکو ویلي چې د تیلو د قیمت سقف به د ضرورت له مخې، احتمالا په هره ربع یا شپږو میاشتو کې وڅیړل شي څو په مارکیټ کې د تیلو پیرو او پلور ثابت پاتې شي.

XS
SM
MD
LG