د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د عراق د کردستان په سیمې باندې د ایران بریدونه وغندل


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د عراق د کردستان په سیمې باندې د ایران د بلاستیک میزایلو او توغندیو بریدونه غندلي دي.

ځینې سیمه ایزې رسنۍ وايي چې ایران له څو ورځو راهېسې د عراقي کردستان د «چومن او شیتکان» په سیمو باندې د توغندیو بریدونه کوي چې هلته کردۍ ډلې تر فشار لاندې راولي چې د مهسا امیني د مړینې له کبله د پیل شویو مظاهرو له ملاتړ څخه لاس واخلي.

د ایران اخلاقي پولیسو کردۍ مهسا امیني د «بې حجابۍ له کبله ونیوله» او له نیول کېدو درې ورځې وروسته په توقیف کې مړه شوه چې دې کار په ایران کې او له ایران څخه د باندې د دغه هېواد د حکومت په ضد مظاهرې وپارولې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نن چهارشنبه سپتمبر ۲۸ (تلې شپږمه) په یوې اعلامیې کې د عراقي کردستان په سیمې باندې د ایران د توغندیو بریدونه غندلي او هغه یې «د عراق ځمکنۍ بشپړتیا او قلمرو د حاکمیت څخه نه توجیه کېدونکې سرغړونه» بللې ده. د دغه وزارت ویاند نډ پرایس دا اعلامیه هم په خپل ټویټر کې خپره کړې ده.

په اعلامیې کې ویل شوي دي چې دایران په دغو بریدونو کې ولسي خلکو ته هم زیانونه رسېدلي دي او دا کار هم غندل شوی دی، خو دقیق ویل شوي نه دي چې څومره کسان وژل شوي یا ژوبل شوي دي.

په اعلامیې کې همدغه راز راغلي دي:« موږ د عراق په ضد د ایران د حکومت د بریدونو څرګندونې غندو. موږ د دغو ناوړو بریدونو په وخت کې د عراق د خلکو او حکومت تر څنګ ولاړ یو.»

د مهسا امیني له مړینې وروسته په ایران په کردي مېشتو سیمو کې لویې مظاهرې پیل شوي دي. د «نیو عرب» ورځپاڼې په سیمه کې د پېشمرګه په ګډون د ځینو کردي ډلو د مقاماتو له خولې لیکلي دي چې دوی د دغو مظاهرو کې لاس نلري بلکې د دوی په خبره دا د ولس کار دی.

ایراني چارواکو لا په رسمي ډول د دغو توغندیو د بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.

دا بریدونه داسې مهال کېږي چې د ایران ولسمشر او امنیتي ځواکونو ګواښ کړی دی چې د مظاهرو د مخنیوي لپاره به اقدامات کوي. امریکا او ځینو نورو هېوادونو د ایراني مقاماتو دا ګواښ غندلی دی او د دغو مظاهرو کلکه ننګه یې کړې ده.

د راپورونو له مخې تر دې دمه په دغو مظاهرو کې څه باندې ۷۰ تنه وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG