د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا یو روسی محکوم شوی هکر مسکو ته شړلی


په مسکو کې د امریکا سفارت په دې اړه لا څه نه دي‌ ويلي
په مسکو کې د امریکا سفارت په دې اړه لا څه نه دي‌ ويلي

یو روسی هکر، چې د ۲۰۲۰ د جون په میاشت کې په امریکا کې د سایبري جرمونو له کبله په نهو کلونو بند محکوم شوی و، له امریکا څخه تر شړل کېدو وروسته د مسکو په هوايي ډګر کې نیول شوی دي.

رویټرز راپور ورکړی دی چې د روسیې د تاس خبري اژانس د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت د چارواکو له خولې د سه شنبې په ورځ سپتمبر ۲۸ (تلې۶) دا خبر خپور کړی دی.

د روسیې د کورنیو چارو وزارت وايي چې هغه له روسیې څخه په غیابت تورن و او د انټرپول له پولیسو د هغه د نیول کېدو غوښتنه شوې وه.

د امریکا د عدلي وزارت د الیسکي بوکوف له زنداني کېدو وروسته ویلي‌ وو چې هغه په امریکا کې د کریډټ کارتونو په جعل کارۍ کې د سهولت برابرولو، کمپیوټرونو د هک کولو او ځینو نورو سایبري جرمونو له کبله محکوم شوی و.

په مسکو کې د امریکا سفارت لا روسیې ته د دغه کس د ستنولو په اړه کومه تبصره نه ده کړې.

له امریکا څخه واشنګټن ته د داسې یو بندي شړل غیر معمول کار دی، ځکه چې دا دواړه هېوادونه د بندیانو د استرداد کوم قرارداد نلري.

ښاغلی بوکوف په ۲۰۱۵ کې په اسرائیل کې ونیول شو او د ۲۰۱۹ د نومبر په میاشت کې امریکا ته واستول شو. هغه د ۲۰۲۰ د جنورۍ په میاشت کې د تقلب، پېسو د سپینولو، کمپیوټرونو ته په ناقانونه توګه د ننوتلو او د هویتونو د غلا په تورن شو او هغه دا هر څه ومنل.

XS
SM
MD
LG