د لاس رسي وړ اتصالات

له روسیې څخه د امریکايي دیپلوماتانو شړل پیل شول


روسیې د یو شمېر د امریکايي او اورپايي دیپلوماتانو د شړلو پرېکړه کړې ده
روسیې د یو شمېر د امریکايي او اورپايي دیپلوماتانو د شړلو پرېکړه کړې ده

امریکايي دیپلوماتانو د روسیې په سن پیترزبرګ کې د قونسلګرۍ په تشولو پیل کړی دی. د روسیې حکومت د هغوی د شړلو پرېکړه کړې ده.

مسکو له هغه وروسته دا اقدام وکړ چې متحدو ایالتونو څه موده مخکې امریکا د سیاتل په ښار کې د روسیې د قونسلګرۍ د تړلو او ۶۰ روسي دیپلوماتانو د شړلو پرېکړه وکړه.

روسیې همدغه راز د ۲۳ نورو اورپايي هېوادونو ۵۹ دیپلوماتان شړلي دي، دغو هېوادونو هم د روسیې دیپلوماتان ویستلي دي.

روسي چارواکو په مسکو کې د برتانیا سفارت ته ویلي دي چې باید د همدغې میاشتې تر پای پورې د خپلو دیپلوماتانو شمېر کم کړي.

په عمومي ډول له امریکا، برتانیا او اروپايي ټولنې له ځینو نورو هېوادونو کې څخه ۱۵۰ روسي دیپلومات ویستل شوي دي.

دا ټوله لانجه له هغې وروسته پیل شوه چې په برتانیا کې یو مخکنی جاسوس او لور یې په روسیې کې په جوړو شویو ګازو مسموم کړل شول.

XS
SM
MD
LG