د لاس رسي وړ اتصالات

ویلسن: د ټاکنو نتیجه چې هر څه وي، امریکا د افغانستان آینده حکومت سره کار کوي


راس ویلسن د امریکا شارژدافیر
راس ویلسن د امریکا شارژدافیر

په کابل کې د امریکا د متحدو ایالتونو شارژدافیر راس ویلسن وايي چې هېواد یې د افغانستان د آینده حکومت سره کار کولو ته ژمن دی.

ښاغلي ویلسن د شنبې په ورځ په خپل تازه ټویټ کې لیکلي دي: " د انتخاباتو پایلې چې هر څه وي، متحده ایالتونه د امریکا-افغانستان د مشارکت د غښتلي کولو لپاره د افغانستان له راتلونکي حکومت سره ګډ کار کولو ته ژمن دی."

ښاغلي ویلسن همدغه راز لیکلي دي چې هېواد یې د افغانستان د ټاکنو لپاره ۲۹ میلیون ډالر مرسته کړې او دا "ځکه چې مونږته هغه څه ارزښت لري چې افغانان یې د دموکراسۍ د بهیر او د انتخابي حکومت پیاوړتیا لپاره یې کوي."

راس ویلسن تازه په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالتونو شارژدافیر ګمارل شوی دی. هغه د خپل کار په پيل کې په خپل ټویټر کې لیکلي وو چې په افغانستان کې"سوله او انتخابات یې" د کار لمړیتوبونه دي.

نوموړي تازه مهال دا څرګندونې کوي چې د افغانستان د جمهوري ریاست د ټاکنو نهايي پایلې لا اعلان شوي نه دي. په ابتدايي پایلو کې ولسمشر غني انتخاباتي ډله ګټونکې ده، خو د اجرايي رئیس عبدالله عبدالله انتخاباتي ډله یې نه مني.

هغوی په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې په دې اړه مظاهرې وکړې او وویل چې د انتخاباتو دا پایلې ورته د منلو نه دي.

اوس انتخاباتي شکایتونه ارزول کیږي او لا معلومه نه ده چې نهايي پایلې کله اعلانیږي. د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات د تېرکال د سپتمبر په ۲۸ وشول چې د ولسمشر غني او اجرايي رئیس عبدالله په ګډون شاوخوا ۱۶ کسان په کې کاندیدان وو.

XS
SM
MD
LG