د لاس رسي وړ اتصالات

مکین د افغانستان د جګړې له قوماندان ملاتړ پر ټرمپ نیوکه وکړه


نوموړي وايي که ښاغلي ټرمپ یې غوښتنه ونه مني، د امریکا د دفاعي بودیجې په مصوبې کې د تعدیل غوښتنه وکړي
نوموړي وايي که ښاغلي ټرمپ یې غوښتنه ونه مني، د امریکا د دفاعي بودیجې په مصوبې کې د تعدیل غوښتنه وکړي

د امریکا د سنا یو مخکښ غړي جان مکین پر ولسمشر ټرمپ نیوکه کړی چې د تګلاري د نه برابرولو له کبله يې د افغانستان جګړه له ستونزو سره مخامخ کړې ده.

سناتور مکین په یوې اعلامیې کې ویلي چې ولسمشر دونالد ټرمپ دې د افغانستان او سیمې په اړه پر داسې یوې تګلارې او پالیسۍ موافقه وکړي چې د امریکا د ملي امنیت ګټې په کې خوندي وي.

نوموړي خبرداری ورکړی که ښاغلي ټرمپ ژر تر ژره دا کار ونکړي، هغه به په سنا کې د سپتمبر په میاشت کې د امریکا د دفاعي بودیجې په مصوبې کې د تعدیل غوښتنه وکړي.

دغه امریکايي سناتور دغه راز په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د عمومي قومندان جنرال جان نیکلسن کلکه ننګه کړې او د هغه کار او تجربه یې ستایلې ده.

امریکايي رسنیو راپورونه خپاره کړي چې ولسمشر ټرمپ تېره میاشت د افغانستان په اړه یوې غونډې کې په غوصه شو او د جنرال نیکلسن د ګوښه کولو یادونه یې وکړه.

خو جان مکین وايي چې دا د ښاغلي ټرمپ د ادارې ستونزه ده چې یوه مشخصه تګلاره نلري. امریکا له شاوخوا ۱۷ کلونو راهېسې په افغانستان کې د نړیوال ترویزم ضد ماموریت مخ ته بیايي. په دغې مودې کې یې شاوخوا ۲۴۰۰ امریکايي سرتېري وژل شوي او زرګونو نور ژوبل شوي دي.

ولسمشر ټرمپ چې له واکمني یې شاوخوا شپږ میاشتې تېریږي، لا د افغانستان په اړه کومه مشخصه تګلاره نلري او اوس سپينه ماڼۍ افغانستان ته د نورو ځواکونو په استولو فکر وي چې ترهګري وځپي.

XS
SM
MD
LG