د لاس رسي وړ اتصالات

مکین: د ټرمپ نیم کال وشو او لا د افغانستان لپاره ستراتیژې نشته


د امریکا په سنا کې د پوځې خدماتو د کمیټې مشر سناتور جان مکین د امریکا ولسمشر د ډونالډ ټرمپ نه غوښتنه کړې چې د افغانستان لپاره دی ستراتیژې ژرترژره اعلان کړي.

ښاغلي مکین د افغانستان لپاره تر اوسه پورې د امریکا د ستراتیژۍ د نه اعلانولو په اړه یوه اعلامیه خپره کړیده.

جان مکین په دغه اعلامیه کې وایي چې د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د دورې شپږ میاشتې وخت پوره شو او لا تراوسه پورې د افغانستان په هکله د امریکا گټونکې پالیسې نده اعلان شوې. جان مکین په دغه اعلامیې کې د افغانستان په هکله د امریکا د پخوانې مشر براک اوباما په پالیسۍ هم انتقاد کړې او ویلي یې دي چې د اتو کلونو په مودې کې د مکین په اصطلاح د 'نه بایللو' د پالیسۍ له وجې مونږ ځانې تاوانونه گاللې دي.

اعلامیه زیاتوې چې " زه به د ځینو پوځې مشرانو په مشاورت په دغه پالیسۍ کې تعدیل راولم چې په افغانستان کې د امریکا د گټو خوندې کولو لپاره یوه ستراتیژې جوړه شي."

سناتور جان مکین چې څو اونۍ مخکې د مازغو د سرطان په ناروغۍ اخته شویدی، په افغانستان کې د امریکایي عسکرو د شمیر د کمولو د فیصلې مخالفه دی. سناتور مکین د پخواني ولسمشر اوباما په وخت کې هم د افغانستان نه د عسکرو د بیرته ایستلو د فیصلې سره مخالفت کړی و.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار مک ماسټر غواړې چې افغانستان ته نور امریکایي عسکر واستول شي خو د ولسمشر ټرمپ مشاور ډیوډ بېنن د نورو عسکرو د لیږلو په مخالفه و.

د پخوانې لوړپوړې قوماندان جنرال جان ایلن مشورہ

په افغانستان کې د امریکا او ناټو د قواو لوړ رتبه پخوانې قوماندان جنرال جان ایلن امریکا غږ ته په یوې ځانگړې مرکې کې وویل چې امریکا چې د افغانستان لپاره څه هم پالیسې جوړوې، باید سیمه په پام کې وساتل شي. هغه وایي"د افغانستان په هکله چې امریکا کومه نوې پالیسي جوړوې، هغه دې یوه سیمه ایزه پالیسي وي چې افغانستان او پاکستان دواړه یې برخه وي. دغو دواړو ملکونو ته دی د یو بل سره د اړیکو په اساس وکتل شې. د افغانستان په هکله په پالیسۍ کې پاکستان د پامه ندی غورځول پکار."

John Allen
John Allen

ښاغلې ایلن په افغانستان کې د هند د مهم رول یادونه هم وکړه. هغه وویل "هند په افغانستان کې ډیر مهم رول لري او مونږ دی باید دغه ومنو. خو مونږ به دا هم یقینې کوو چې پاکستان د هند سره زمونږ په تعلق ځان پوهه کړې او زمونږ چې د هند سره څه هم تعلق دی، هغه دې په افغانستان کې د ځان لپاره خطر نه گڼې."

مختلفې تبصرې

د امریکا په مطبوعاتو کې د امریکا په ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دی وجه انتقادونه کیږې چې د افغانستان لپاره یې تر اوسه پورې پالیسۍ نه ده اعلان کړې.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله مقاله کې لېکلې چې د امریکا ولسمشر لا اوس هم د افغانستان په هکله دا فکر کوې چې نور عسکر ولیږي او کنه.

د وال سټریټ جورنال پرون د یکشنبې په ورځ په خپله یوه مقاله کې لیکلې و چې افغانستان ته د نورو عسکرو د لیږلو په مسله د ټرمپ د زره نا زړه کیدو له کبله، چارواکې په دی هم غور کوې چې د دغه هیواد نه په مکمله توگه خپل عسکر بیرته وباسي.

په امریکا کې چارواکې په دی لا سره ندي موافق شوې چې افغانستان ته ٣٩٠٠ نور امریکایي عسکر واستوې او کنه چې هلته د طالبانو په ضد په جگړې کې مرسته وکړې.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG