د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د روسیې خبرداریو ته سخت ځواب ورکړ


امریکا د روسیې هغو اخطارونو ته سخت ځواب ورکړیدی چې وایي په سوریې کې به د امریکا په مشرۍ د ائتلافي قواوو الوتکې په نښه کړي.

د سپنې ماڼۍ ویاند پرون د دو شنبې په ورځ ( جون ١٩ ) د روسیې د خبرداریو په ځواب کې خبریالانو ته وویل "مونږ به د خپلو گټو خوندې کولو لپاره هر هغه څه وکړو چې ضرورت ورته ولرو."

پینټاگان وړمه ورځ ( جون ١٦ ) وویل چې د سوریې ایس یو ٢٢ ډوله جنگي الوتکې د تبقاه سیمې ته نږدی د ائتلاف په قواو بمباري وکړه چې ائتلافي قواوو ورته ځواب ورکړ او و یې غورځوله.

پینټاگان ویلې و چې د سوریې قواوو هغه وخت په دوې بمباري وکړه چې د امریکا په مشرۍ د ائتلاف قواوو د اسلامي دولت د ډلې په ضد عملیات کول.

د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر زیاته کړه "د سوریې حکومت باید ځان په دی پوهه کړي چې د اسلامي دولت د ډلې په ضد متحدې قواوې د خپل ځانونو د دفاع حق لري."

سپایسر وویل چې امریکا به د اسلامي دولت د ډلې په خلاف د خپلو متحدینو سره یو ځای کار ته دوام ورکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د امریکا په مشرۍ د ائتلافي قواوو لخوا د سوریې د حکومت الوتکه په نښه کول سخت غندلې او ویلي یې دي چې هغوي به په سوریې کې د ائتلافي قواوو الوتکې په نښه کړي.

XS
SM
MD
LG