د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې جنګېدلی امریکایي کمانډو سومالیا کې ووژل شو


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

امریکايي چارواکي وايي په سومالیا کې د الشباب ترهګرې ډلې سره په نښته کې یو امریکایي سرتېری وژل شوی او څلور ژوبل شوي‌ دي.

چارواکي وايي‌ ۲۶ الګساندر کونراد دوه وارې افغانستان ته تللی و او هلته یې د ترهګرۍ پر ضد ۱۳ میاشتې ماموریت ترسره کړی و. ښاغلی کونراد ته د هغه د ښه ماموریت له کبله یو شمېر نظامي جایزې هم ورکړل شوې‌ وې.

په افریقا کې د امریکايي ‌ځواکونو مرکزي قومنداني ‌وايي ‌چې دغه سرتېري‌ د سومالیا د دولت په ننګه له الشباب ترهګرې ډلې سره په جنګ کې وژل شوي ‌او ژوبل شوي‌ دي.

رویټرز خبري اژانس وايي‌ دا پېښه د جمعې په ورځ (جون۸) د الشباب پر ضد عملیاتو پر مهال وشوه. دا مهال سومالیا ته شاوخوا ۵۰۰ امریکايي ‌سرتيري استول شوي ‌چې له الشباب ډلې سره وجنګیږي.

الشباب د دغه هېواد د حکومت د پرځولو لپاره جنګ کوي. دغه ډله په ۲۰۱۱ کال کې د شمالي له ډېرو برخو وشړل شوه. الشباب له القاعده ډلې سره هم اړیکې لري.

XS
SM
MD
LG