د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ: امریکا د اسرائیل او حماس ترمنځ د جکړې 'ژر تر ژره' بندېدل غواړي


د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي
د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي

سپینه ماڼۍ وايي چې د اسرائيل او حماس ترمنځ د جګړې ژر تر ژره بندېدل غواړي، خو د اسرائيل د دفاع وزیر ویلي چې دا جګړه به څو میاشتې روانه وي.

د متحدوایالتونو د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي د پنجشنبې په ورځ ډسمبر ۱۴ (لیندۍ۲۳) وویل چې د ملي امنیت مشاور جیک سولیوان اسرائیل ته په خپل سفر کې له مقاماتو سره د پوځي عملیاتو د کمولو په اړه غږېدلی دی.

په غزې کې د اسرائیل په پوځي عملیاتو کې د ولسي خلکو د ډېرو تلفاتو له کبله د واشنګټن او تل ابیب ترمنځ اختلاف پیدا شوی دی.

کربي په یو خبری کنفرانس کې وویل چې ټول د جګړې د «ژر تر ژره» بندېدو غوښتونکي دي او که حماس وغواړي جګړه همدا نن بندېږي، خو په خبره یې داسې نه ښکاري چې په اوس وخت کې دې دا کار وشي.

نوموړي وویل چې واشنګټن اسرائيل ته شرایط نه ږدي، خو جیک سولیوان په خپل سفر کې له اسرائیلي چارواکو سره په غزې کې د پوځي عملیاتو په اړه «سختې پوښتنې» کړي دي.

د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن چې په کلکه یې د اسرائيل ننګه کړې ده، د سه شنبې په ورځ یې په غزې کې د ولسي تلفاتو په اړه په اسرائيل انتقاد وکړ او ویې ویل چې اسرائیل په داسې بې بندوباره بمبارۍ سره د نړیوال ملاتړ له لاسه ورکوي.

د اسرائيل صدراعظم بنیامین نتنیاهو له جیک سولیوان سره په خبرو کې ویلي دي چې له حماس سره جګړه به «تر مطلقې ازادۍ پورې» روانه وي.

د نتنیاهو دفتر په یو بیان کې ویلي چې په دغه ملاقات کې په لبنان کې د حزب الله او په یمن کې د حوثيانو له لوري د ګواښونو په ګډون په سیمه کې د موجوده تهدیدونو، له حماس څخه د یرغمل شویو د خلاصون او په غزې کې ولسي فلسطینیانو ته د بشري مرستو د دوام په اړه هم خبرې شوي دي.

د اسرائیل د دفاع وزیر یواف ګالانت سولیوان ته ویلي چې له حماس سره جګړه ډېر وخت نیسي، ممکن څو میاشتې اوږده شي او «اسرائيل بریالی او حماس ختم» شي.

اسرائيل ته د جیک سولیوان د سفر هدف د ولسي فلسطینیانو د تلفاتو کمول ښودل شوي دي.

حماس د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرائيل باندې بریدونه وکړل، چې د اسرائیل په وینا ۱۲۰۰ کسان یې وژلي او ۲۴۰ نور یې یرغمل کړي دي، چې یو شمېر یې په تېر اوربند کې خوشې شول.

په غزه کې د حماس تر کنترول لاندې د عامې روغتیا وزارت وايي چې د اسرائیل په بریدونو کې څه باندې ۱۸۸۰۰ کسان وژل شوي، چې اکثریت یې ماشومان او ښخې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG