د لاس رسي وړ اتصالات

په غزې کې له حماس سره پاتې یرغمل شوي څوک دي؟


د اسرائیل په تل ابیب کې له حماس سره د یرغمل شویو کسانو تصویرونه نندارې ته اېښودل شوي
د اسرائیل په تل ابیب کې له حماس سره د یرغمل شویو کسانو تصویرونه نندارې ته اېښودل شوي

د اسرائيل مقامات وايي چې لا هم د حماس له ډلې سره ۱۳۵ یرغمل شوي کسان پاتې دي، خو ګمان کوي چې ممکن ځینې یې وژل شوي وي.

حماس تر دې دمه ۱۱۰ تنه ازاد کړي دي، چې ۱۰۵ یې په اووه ورځني اوربند کې د اسرائيل په زندانونو کې له فلسطیني بندیانو سره تبادل او پرېښودل شول.

د دوی په منځ کې ۳۳ ماشومان، ۴۹ ښځې او ۲۸ نارینه وو.

په اسرائيل کې مقامات وايي چې شاید ۱۱۸ نور یرغمل شوي لا هم له حماس سره وي چې ۱۶ یې ښځې دي. په دوی کې ۱۰۷ تنه د اسرائيل اتباع یا دوه تابعیت لروونکي دي. اته تایلنډیان، یو نیپالی، یو تانزانیايي، یو فرانسوی او یو د مکسیکو وګړي دي.

په تل ابیب کې چارواکي وايي چې د حماس ډلې د اتو یرغمل شویو او نهو نورو کسانو مړي هم په غزه کې له ځان سره ساتلي دي. وايي دوی د اکتوبر په اوومه نېټه د حماس په بریدونو کې وژل شوي وو.

فرانس پرس اژانس وايي چې ۱۱۰ یرغمل شوي کسان یې د هغوی د خپلوانو سره د خبرو او د اسرائیل د رسنیو د راپورونو په اساس پېژندلي دي.

حماس ادعا کوي چې یو لس میاشتنی ماشوم چې له خپلې مور او څلور کلن ورور سره یرغمل شوي وو، د اسرائیل په هوايي برید کې وژل شوي دي. اسرائیل لا د دغو کسانو وژل کېدل تائید کړي نه دي. د معلوماتو په اساس، په غزې کې نور هېڅ یرغمل شوی ماشوم او ځلمی نه دي پاتي.

په یرغمل شویو کسانو کې یې تر ټولو زړه جودیت وینستاین هاګای نومېږي چې ۷۰ کلنه ده. د حماس ډلې همدغه راز پنځه نورې ښځې، چې ۱۸ کلنې او ۱۹ کلنې دي، هم نیولي دي. دوی په عسکري خدمت بوختې وې او له همدې کبله له نورو یرغمل شویو څخه جلا ساتل کېږي. پاتې تقریبآ ۱۰۰ نور یرغمل نارینه دي چې ۷۰ کلن او ۸۰ کلن ښودل کېږي.

حماس د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرائيل باندې بریدونه وکړل، چې د اسرائیل په وینا ۱۲۰۰ کسان یې وژلي او ۲۴۰ نور یې یرغمل کړي دي، چې یو شمېر یې په تېر اوربند کې خوشې شول.

په غزه کې د حماس تر کنترول لاندې د عامې روغتیا وزارت وايي چې د اسرائیل په بریدونو کې څه باندې ۱۸۶۰۰ کسان وژل شوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG