د لاس رسي وړ اتصالات

له ټولپوښتنې وروسته د اوزبیکستان ولسمشر له وخت څخه مخکې ټاکنې کوي 


د اوزبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایف له خپل ټاکلي وخت څخه مخکې د انتخاباتو نېټه اعلان کړه.

میرضیایف په اوزبیکستان کې په اساسي قانون کې د تغیراتو د راوستلو په اړه له عمومي نظر پوښتنې وروسته نن دوشنبه اتمه (غوايي۱۸) دا غوښتنه کړې ده.

د دغې ټولپوښتنې نتایج ۶۵ کلن شوکت میرضیایف ته اجازه ورکوي چې د خپل واک موده نوره هم وغځوي. ولسمشر میرضیایف د جولاۍ نهمه د ټاکنو نېټه اعلان کړې ده.

د اوزبیکستان د جمهوري ریاست د یوې اعلامیې په ا ساس، میرضیایف د ټولپوښتنې د نتایجو هرکلی کړی او ویلي دي چې «رایې اچوونې وښوده چې څومره زموږ د خلکو سیاسي شعور، حقوقي فرهنګ او لیدلوري وده» کړې ده.

دا ټولپوښتنه تېره میاشت وشوه، چې په اساس یې ضیایوف تر ۲۰۴۰ پورې په واک کې پاتې کېدای شي. ټولپوښتنه د حکومت تر سخت کنترول لاندې وشوه او نړیوالو څارونکو په دغه بهیر انتقاد کړی دی.

په اروپا کې د امنیت او همکارۍ سازمان انتخاباتي څارونکي وايي چې په ټولپوښتنې کې سیاسي اپوزیسون ګډون نه و کړی او دا ټولپوښتنه د ټولو خلکو نمایندګي نشي کولای.

په ۲۰۱۶ کال کې د اوزبیکستان مشر اسلام کریموف له مړینې وروسته شوکت ضیایف واک ته ورسېده او له هغه راهېسې یې د مالوچو په کار ځایونو کې په جبري کار د بندیز تر څنګ یو لړ اصلاحات راوستي دي.

خو فعالان وايي چې په اوزبیکستان کې بشري حقونه هماغسې تر پښو لاندې کېږي او داسې کومې نښې نښانې نه تر سترګو کېږي چې سیاسي ډلو ته د ودې اجازه ورکړي.

XS
SM
MD
LG