په اوزبیکستان کې نن د یکشنبې په ورځ جولای نهمه (چنګاښ ۱۸) د جمهوري ریاست انتخابات ترسره کیږي چې ټاکل شوې شوکت میرضیایف د درېیم ځل لپاره د مرکزي اسیا د ګازو ددې بډایه هیواد ولسمشر شي.
۶۵ کلن میرضیایف ژمنه کړې چې د پخواني شوروي اتحاد ددغه تر کلک کنټرول لاندې جمهوریت دروازې بهرنۍ پانګونې او د ګرځندوی صنعت لپاره پرانیزي.
ښاغلی میرضیایف دمخه تر دې چې په ۲۰۱۶ کال کې د لومړي ځل لپاره د اوزبیکستان ولسمشر شي، هغه ددې هیواد د پخواني مستبد واکمن اسلام کریموف په حکومت کې د صدراعظم په توګه دنده ترسره کړې وه. ښاغلی میزایف په ۲۰۲۱ کې د دوهم ځل لپاره د ولسمشر په توګه انتخاب شوی و.
سږکال د اساسي قانون یوې ټولپوښتنې د هغه لپاره لاره هواره کړه چې د دوه نورو ولسمشریزو دورو لپاره ځان کاندید کړي او د جمهوري ریاست دوره یې له پنځو کلونو څخه اوه کلونو ته وغځوله، دا پدې معنی دي چې ښایي هغه به تر ۲۰۳۷ کال پورې پر واک پاته شي.
۵۷ کلنې نودیرا هدایتووا د رای ورکولو وروسته د فرانس پرس خبري اژانس ته وویل، "زه هیله لرم چې راتلونکی ولسمشر به شوکت (میرضیایف) وي. زه تمه لرم چې هغه به د فساد په وړاندې مبارزه زیاته کړي او د چاپیریال ستونزو ته پام وکړي چې موږ ورسره مخ یو."
د انتخاباتو دمخه ټولو اوزبیکانو چې د فرانس پرس اژانس ورسره خبرې کړي ویلي چې دوی به میرضیایف ته رایه ورکړي. د هغه درې نور انتخاباتي سیالان پراخ شهرت نلري.
د تاشکند په ۵۰ کیلومترۍ کې د کراسنوګورسک سمیې اوسېدونکې، ۱۸ کلنې میلانا یولداشیوا فرانس پرس ته وویل: "دا زما لومړنۍ ټاکنې دي. زه به شوکت میرضیایف ته رایه ورکړم، ځکه زه غواړم چې دلته ځوانانو ته د زده کړې لپاره ډېر فرصتونه او د زده کړې زمینه برابره شي."
د افغانستان سره په پوړله په وچه کې پروت د منځنۍ اسیا پدې تر ټولو زیات نفوس لرونکي هیواد کې شاوخوا ۲۰ میلیونه اوزبیکان د رایې ورکولو وړ دي.
میرضیایف، چې ځان د یو اصلاح غوښتونکي په توګه انځوروي وایي "نوی اوزبیکستان" رامینځته کوي. هغه د اوزبیکستان د پنبې په کروندو کې اجباري کار پای ته ورساوه او هغه سیاسي بندیان یې خوشې کړل چې د کریموف د اوږدې واکمنۍ پرمهال بندیان شوي وو.
مصنوعي اپوزیشن
نادولتي مؤسسې وايي چې بشري حقونه د کریموف د واکمنۍ په پرتله ښه شوي، خو لا هم د ښه کېدو لپاره ډېر څه شته او مقاماتو داسې کومه نښه نه ده ښودلې چې پدې هیواد کې د حقیقي اپوزیسیون د راڅرګندېدو اجازه ورکړي.
اوزبیک سیاسي کارپوه فرخود تالپوف له رای ورکولو مخکې فرانس پرس اژانس ته وویل، "د اوسني ولسمشر بریا څرګنده ده." هغه زیاته کړه، "نور ټول نوماندان په بشپړه توګه ناپېژندل شوي او ناپېژانده دي. د دوی نوماندي یوازې نمایشي سیاسي مبارزه ده چې شتون نلري."
د اروپا کې د امنیت او همکارۍ سازمان (OSCE) وویل چې د کمپاین کچه "ټيټه وه چې د اوسني حکومت په وړاندې د مخالفت نشتوالی منعکس کوي".
د ۲۰۲۲ کال په جولای کې، د قرهقالپاقستان د سیمې د خپلواکۍ د حق د لیرې کولو د پلان په وړاندې لاریونونه پیل شول چې د مرکزي حکومت له خوا وځپل شول او په دغه غریبه سیمه کې ناکرارۍ او وروسته په کړکیچ کې لږترلږه ۲۱ کسان ووژل شول.
د میرضیایف د بیا انتخابیدو کمپاین په اقتصاد او تعلیم تمرکز کړی دی. هغه ویلي چې غواړي په نږدې راتلونکي کې ناخالص کورنی عاید دوه چنده کړي او ۱۶۰ میلیارد ډالرو ته ورسوي.