د لاس رسي وړ اتصالات

په مسلمانانو بریدونه؛ د هند پولیس د درواغو خبرونو خپروونکي لټوي 


د هند مسلمانان
د هند مسلمانان

په هند کې پولیس د څه باندې ۱۰۰ هغو فیسبوکي حسابونو په مالکانو پسې ګرځي چې د «درواغو او جعلي خبرونو» په خپرولو تورن دي.

پولیس دا اقدام له هغه وروسته کوي چې یو شمېر هندي افراطیانو د «تریپورا» په ایالت کې په څلورو جوماتونو بریدونه وکړل او د یو شمېر مسلمانانو کورونه یې لوټ تالان کړل.

په جوماتونو باندې له هغه وروسته بریدونه وشول چې په ټولنیزو رسنیو کې خبر خپور شو چې ګنې د هند او بنګله دېش ترمنځ سرحد کې مسلمانانو یو شمېر هندوان وژلي دي.

د هند پولیس وايي چې په ټولنیزو رسنیو کې د جعلي، درواغو او بې لارې کوونکو تصویرونو او خبرونو خپرېدل د مسلمانانو په ضد د دغه تاوتریخوالي علت دی.

د هند یو پولیس چارواکي، چې ویې نه غوښتل نوم یې خپور شي، د فرانسې خبري اژانس ته وویل: «معلومه شوې چې له دغو حسابونو څخه په [ټولنیزو رسنیو کې] اوازې، خبرونه، تصویرونه او ویدیوګانې، چې له تریپورا سره هېڅ تړاو نلري، خپریږي.»

دغه پولیس چارواکي وویل هڅې روانې دي چې د دغو «جعلي» حسابونو چلوونکي پیدا او ونیول شي.

د هند پولیسو تېره ورځ وویل چې «ناپېژندل شويو رذیلانو» په ټولنیزو رسنیو کې تر سلو ډېر پوستونه کړي چې په دغه هېواد کې د بېلا بېلو ټولنو د خلکو او مذهبونو د لارویانو ترمنځ اختلافات پیدا کړي.

هندي رسنۍ وايي چې د هند پولیسو د فیسبوک، ټویټر او یوټیوب له ادارو څخه غوښتي چې دا پوستونه او محتویات ړنګ کړي.‌

د تریپورا په ایالت کې د صدراعظم نریندرا مودي ګوند حاکم دی او له دغو پېښو وروسته هلته پولیس تیارسی شوي‌، د جوماتونو امنیت لپاره پولیس ګمارل شوي‌ او له څلورو څخه د ډېرو کسانو په غونډېدو بندیز لګول شوی دی.

په هند کې د مسلمان اقلیت مشران وايي‌ چې له ۲۰۱۴ راپدیخوا چې د «بهارتیا جنتا» ملتپاله ګوند واک ته رسېدلی، د مسلمانانو په ضد تاوتریخوالي او بریدونه زیات شوي دي‌ او رسمي ادارو ته د متوجه تهدېدونو په اړه د خبر ورکولو لپاره، د مسلمانانو لاسرسی هم محدود شوی دی.

د هند د مسلمانانو د بېلا بېلو ډلو ایتلاف په جوماتونو باندې دغو تازه بریدونو ته په اشارې سره په یوې اعلامیې کې ویلي دي: « ایالتي [تريپورا] حکومت د ورانکارو په ضد کوم لوی اقدام نه دی کړی... هغه پولیس منسوبینو څخه باید پوښتنې وشي او قانوني چلند ورسره وشي چې د دغه کار مخه یې نه ده نیولې.»

XS
SM
MD
LG