د لاس رسي وړ اتصالات

د ښځو چارو وزارت: د ښځو پروړاندې تاوتریخوالی کم شوی دی


د نومبر ۲۵ نیټه د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیواله ورځ ده.

افغان حکومت د ښځو له مدافع بنسټونو سره یو ځای له ښځو سره د تاوتریخوالي د له منځه وړلو ۱۶ ورځنی کمپاین پيل کړی دی. د ښځو بنسټونه وايي، چې لا هم تاوتریخوالي شته.

د کورني تاوتریخوالي زیانمنه شوې شیما د هغو ښځو یوه بیلګه ده چې د کورني تاوتریخوالي له امله کړیږي. میرمن شیما ۱۹ کلنه ده، نوموړې اشنا ټلویزیون ته ویلي په کور کې ورسره ظلم او زیاتی کیده.

شیما وايي:

‪"ډېر ظلم او ستم را باندې وو. وهل ډبولم به یې، درې چاقوان یې ووهلم. د خپل میړه لپاره مې زیاتې ستونزې وګاللې. حاضر ندي چې طلاق راکړي‪".

د نومبر ۲۵ له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیواله ورځ پداسې حال کې په افغانستان کې نمانځل کیږي، چې لا هم له ښځو سره تاوتریخوالی له منځه ندی تللی، خو د ښځو چارو د وزارت په ويناء تر پخوا څه کم شوی دی.

د ښځو وزارت په ويناء سږ کال له ښځو سره د تاوتریخوالي ۱۸۲۶ پیښې ثبت شوي دي.

افغان حکومت د ښځو له بنسټونو سره یوځای د نومبر له ۲۵ مې د ډیسمبر تر لسمې د شپاړسو ورځو لپاره د تاوتریخوالي د مخنیوي کمپاین پیل کړی دی

د افغان ښځو د شبکې غړې وايي، سره له ټولو لاسته راوړنو چې د افغانستان ښځې یې لري لا هم تاوتریخوالی په خپل ځای پاتې دی.

د افغان ښځو د شبکې غړې شهلا فرید وايي:

‪"لا اوس هم د ښځو سنګسار په هغو سیمو کې چې حکومت لاسرسی نه لري، شته. صحرايي محکمې وجود لري. کورني تاوتریخوالي موجود دي. ټولې انجونې ښوونځیو ته لاس رسی نه لري‪".

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت بیا په وزارتونو کې د منازعاتو د حل د کمیټو جوړیدل غواړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرسته حسینه صافۍ:

‪"دا کمیټه باید قضایاووې راټولې کړي، داټابیس ورغوي او په اساس یې د اینده لپاره پلانونه جوړ کړي. ددغو معلوماتو په اساس دا ویلی شو چې څه ستونزې لرو او کومې لاسته راوړنې وې‪".

په افغانستان کې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي سره سره د ښځو په ټولنه کې د ښځو حضور هم پراخ دی.

د نومبر ۲۵ د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیواله ورځ
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:01 0:00

د شمیرو له مخې ۲۷ په سلو کې د پارلمان غړې ښځې دي، همدا شان په ملکي خدمتونو کې ۲۶ په سلو کې، د ښوونځيو ۳۹ په سلو کې انجونې زده کوونکې دي، ۲۳ په سلو کې ښځینه محصلانې او ۱۷ په سلو کې د رسنیو کارکوونکې ښځې تشکیلوي.

XS
SM
MD
LG