د لاس رسي وړ اتصالات

جنګ ځپلی افغانستان غواړي خپل زوړ پوستي سیستم نوی کړي


په کابل کې د پوست مرکزي څانګه - عکس اسوشیتید پرس - جولای ۳ - ۲۰۲۴
په کابل کې د پوست مرکزي څانګه - عکس اسوشیتید پرس - جولای ۳ - ۲۰۲۴

د افغانستان په هغو سیمو کې چې کوڅې یې نومونه او کورونه یې شمېرې نه لري، د خدماتي کمپنیو او پېرېدونکو ترمنځ د اتصال لپاره له جوماتونو څخه په استفادې د "تادیه او لمونځ" په نوم د بیلونو د پرې کولو سیستم رامنځ ته شوی دی.

اوس د پوستي خدماتو ملي اداره غواړي د خدماتو د نوي کولو د پلان له مخې په کوڅو کې د پوستي صندوقونو په لګولو سره په تدریجي توګه دا زوړ سیستم نوی کړي.

د افغانستان پوست په هېواد کې د نورو برخو به څیر لا هم خپلې ټولې چارې د کاغذ پر مخ ترسره کوي.

د افغانستان پوست د سوداګرۍ د پراختیا رئیس ذبیح‌الله عمر وویل: ”هیڅوک له بریښنالیک څخه استفاده نه کوي. افغانستان د پوست د نړیوالې ټولنې یو غړی دی،‌ خو کله چې ځان له نورو هېوادونو سره پرتله کوو،‌ په ټیټه کچه او لومړنیو پړاونو کې یو“.

دا مهال د افغانستان پوست په ټول هیواد کې له ۴۰۰ څخه تر ۵۰۰ څانګې لري او د اداري کارونو لکه د پاسپورت او د موټر چلولو جواز د ترلاسه کولو په برخه کې مهم رول لوبوي. خلک هره ورځ له دغو څانګو څخه تر ۱۵۰۰۰ پاسپورتونه ترلاسه کوي.

د لوړو زده‌کړو او بهرنیو انستیتونو کې د داخلېدو لپاره د اسنادو تائيدول د دغو څانګو بل عمده خدمت دی چې د کابل په څانګه کې ښځو ته ځانګړی ځای په پام کې نیول شوی او یوه VIP غرفه هم فعالیت کوي.

د ارزو په نوم د فراه ولایت له طب څخه فارغه شوې ۲۹ کلنه ښځه دغې څانګې ته راغلې ترڅو خپل اسناد تائید کړي. هغې د لوړو زده‌کړو وزارت ته هم مراجعه کړې وه خو هلته ورته د دننه کیدو اجازه نه وه ورکړل شوې.

هغې وویل: "هر وخت هر څه پېښېدلی شي. دلته کار نشته ستونزې ډیرې دي."
دا لومړې ځل دی چې ارزو د‌ پوست یوه دفتر ته مراجعه کړې ده او د خپل هر سند د تائیدي لپاره یې ۶۴۰ افغانۍ ورکړي چې ۹ امریکايي ډالر کېږي. د هغې په وینا دا فیس ډیر زیات دی.

خو له پکتیکا ولایت څخه د عالم نور په نوم ۲۲ کلن ځوان چې د خپل پاسپورت د ترلاسه کولو لپاره راغلی د پوستي خدماتو څخه راضي دی. هغه له دې وړاندې خپل د موټر چلولو لایسنس هم له همدې لارې ترلاسه کړی.

عالم نور وویل:‌ ”زه د ټولنیزو شبکو له لارې د پوست له دفتر څخه خبر شوم. د ښار خلک ترې زیات کار اخلي ځکه چې په اړه یې خبر دي خو د کليو او ولسوالیو خلک ترې کار نه اخلي."

د افغانستان پوست د سوداګرۍ د پراختیا رئیس ذبیح‌الله عمر وویل چې غواړي د خلکو لپاره په پوستي خدمتونو کې اسانتیا راولي خو زیاته یې کړه چې دا کار به ډير وخت ونيسي.

هغه وویل: ”په زیاترو دولتي ادارو کې خلک د ملکي خدمتونو د ترلاسه کولو پرمهال سرګردانه وي، نو زه غواړم چې په دې برخه کې د خلکو خدمت وکړم او دا زما د خوښۍ لامل کېږي. په هرځای کې چې خلک ژوند کوي هلته د پوستي خدماتو رسولو ته اړتیا ده."

د همدې لپاره په پام کې نیول شوې چې د هرې کوڅې په سر کې د پوست صندوقونه ولګول شي. له دغو صندوقونو څخه به د بیلونو د تادیې،‌ د لیکونو استولو او د اسنادو تسلیمولو لپاره کار واخیستل شي.

خو د پوستي خدماتو روغونه پدې معنی ده چې افغانان به ددې خدماتو لپاره لوړه بیه ادا کوي، هغه ننګونه چې تر نیمایي زیات نفوس لا دمخه د ژوندي پاتې کیدو لپاره په بشري مرستو تکیه لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG