د لاس رسي وړ اتصالات

۲۰۲۰ کې ۹.۴میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري ـ اوچا


د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا «OCHA» وايي په راتلونکي ۲۰۲۰ میلادي کې ۹.۴ میلیونه افغانان بشري مرستو اړتیا لري چې د افغانستان د نفوس دریمه برخه جوړوي.

دغه ادارې ویلي، چې بشري مرستو ته د اړمنو کسانو ۵۶ سلنه افغان ماشومان جوړوي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې پخپل راپور کې په افغانستان کې د وړم کال وچکالیو له امله د خوړو نه خوندیتوب او خوارځواکۍ ته هم اشاره کړې ده.

په راپور کې ویل شوي، چې د ۲۰۲۰ کال په لومړیو میاشتو کې به د اټکل له‌مخې ۱۴.۲۸ میلیونه افغان وګړي د خوړو نه خوندیتوب له ناورین سره مخ وي.

د اوچا په راپور کې راغلي"د دې سره سره چې وچکالي تېره شوې، د اټکل له‌مخې د ۲۰۲۰ میلادي کال په لومړیو میاشتو کې به ۱۴.۲۸ میلیونه وګړي د غذايي نه مصؤنیت له بحران سره مخ وي."

اوچا د چهارشنبې په ورځ د «لېندۍ پر۲۷مه» پخپل راپور کې ویلي، چې د جګړو د دوام له امله د افغانانو بېځایه کېدل په دغه هېواد کې د اقصتادي بې ثباتۍ لامل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي، چې یادې چارې په بېلابېلو برخو کې د افغانانو پر ژوند باندې اغېزې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن چهارشنبه د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزیر سید حسین علمي بلخي وویل، که چیري بېځایه شوو افغان وګړو ته پاملرنه ونشي، له افغانستان څخه د کډوالو وتلو بهیر کې به زیاتوالی راشي.

هغه له نړیوالو مرستندویه بنسټونو وغوښتل، چې کورنیو بېځایه شوو وګړو ته پاملرنه وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازوالۍ دفتر یا «یوناما» مشر تېره دوشنبه په نیویارک کې د امنیت شورا په غونډه کې وویل، چې افغانستان بهرنیو مرستو ته ضرورت لري او باید له نوې ادارې سره هم مالي مرسته وشي.

تادامیچي یاماموتو همدارنګه زیاته کړه، چې راتلونکی کال په افغانستان کې له اړمنو خلکو سره د مرستې رسولو په هدف ۷۳۳ میلیونه ډالرو ته اړ تیاده.

د یوناما د معلوماتو له‌مخې د ۲۰۱۹ کال په لومړیو کې ۶،۳ میلیونه خلکو بشري مرستو ته اړتیا درلوده، چې ۴،۵ ملیونه خلکو ته رسیده ګي شوې ده.

XS
SM
MD
LG