د لاس رسي وړ اتصالات

د ۲۰۰۱ نه د ۲۰۱۹ تر نومبره ۱۵۷ زره افغانان وژل شوي ـ راپور


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د امریکا د واسټن انسټیټوټ د څېړنیز مرکز د راپور له مخې د ۲۰۰۱ کال له پيل څخه بیا د ۲۰۱۹ کال تر نومبر میاشتې پورې په افغانستان کې د روانې جګړې له امله۱۵۷۰۰۰ تنه وژل شوي دي.

یاد مرکز ویلي چې په وژل شویو کسانو کې ملکي وګړي، وسله وال مخالفین او افغان سرتیري شامل دي.

راپور وايي، د دوی د معلوماتو په اساس د ۲۰۰۱ له پيل څخه بیا د ۲۰۱۹ کال تر نومبر میاشتې پوري ۴۳زره ملکي وګړي، نژدې ۴۲زره وسله وال مخالفین او ۴۶زره افغان امنیتي سرتیري وژل شوي دي.

افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر دا مهاله د واسټن انسټیټوټ د څېړنیز مرکز د راپور په اړه څه نه دي ویلي.

ددغه څېړنیز مرکز د راپور له مخې یاد کسان په مخامخ جګړو، سړک غاړې ماینونو او چاودنو کې وژل شوي دي.

په افغانسان کې د تېرو ۱۸ کلونو په جریان کې د وژل شویو ملکي وګړو، افغان سرتیرو او طالبانو شمېر پر داسې مهال اعلانیږي چې په دغه هیواد کې د جګړې د پای ته رسېدو په هدف روانه اونۍ په قطر کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو د مذاکره کوونکیو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې پیل شوې.

له طالبانو سره د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکره کوونکي پلاوي مشر معصوم ستانکزي تېره ورځ وویل چې د طالبانو له پلاوي سره یې لومړی مجلس وکړ.

هغه وویل چې وړمه ورځ یې د پرانیستې تر مراسمو وروسته د طالبانو له پلاوي سره ولیدل او په یو لړ مسایلو یې خبرې وکړې.

پر همدې مهال د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند نن دوشنبه سپټمبر ۱۴ (وږې ۲۴) پر خپل ټویټر لیکلي چې په یادو خبرو کې د افغانستان د جمهوري ریاست د مذاکره کوونکي پلاوي هدف اوربند، د تاوتریخوالي کمېدل او تلپاتې سوله ده.

دا بین الافغاني خبرې په افغانستان کې د روانې جګړې ختمولو لپاره د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د تړون یوه عمده برخه ده.

د امریکا په ګډون د ګڼو هیوادونو استازو وویل چې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره باید دواړه لوري له دغه تاریخي فرصت څخه ګټه پورته کړي.

XS
SM
MD
LG