د لاس رسي وړ اتصالات

سرپل او ننګرهار کې د ماین چاودنې له امله ۹ ملکي وګړي وژل شوي


افغان چارواکي وايي چې په سرپل او ننګرهار ولایتونو کې د ماین چاودنې په دوو جلا پېښو کې ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د سرپل د والي ویاند ذبیح‌الله اماني د پنجشنبې په ورځ سپټیمبر ۳ (وږي ۱۳) امریکا غږ ته وویل چې د دغه ولایت د سانچارک ولسوالۍ د ګجوای کلي په یو کور کې د طالبانو له لوري ځای پرځای شوي ماین چاودنه کړې ده.

هغه زیاته کړه: "شپږ ماشومان شهیدان شوي او دوه ښځې زخمي شوي دي".

د ښاغلي اماني پر وینا دغه ماین د محمد عیسی په نوم د ګجوا د کلي د یو اوسېدونکي په کور کې ځای پرځای شوی وو.

د سرپل د سیمه‌يیزو چارواکو پر وینا وژل شوي ماشومان له پنځو څخه تر ۱۲ کلونو عمرونه درلودل.

له دې سره هم‌مهاله د افغانستان په شمال کې د بشري حقوقو سیمه‌ییز دفتر د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې کچې د زیاتوالي خبر ورکړی دی.

په شمال کې د دغه کمېسیون رئیس سیدمحمد سامع امریکا غږ ته وویل چې تېرکال په دغه زون کې د ملکي وګړو د مرک‌ژوبلې شمېر ۲۴۰ ته رسېده خو د ۲۰۲۰ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې دا شمیره ۳۲۰ ته لوړه شوې ده، چې لویه برخه یې ښځې او ماشومان دي.

په ننګرهار کې ملکي مرګ ژوبله

په ورته وخت کې د ننګرهار سیمه‌ییزو چارواکي وايي چې د دغه ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې د ماین په چاودنه کې درې ملکي وګړي وژل شوي او یو ټپي شوی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي امریکا غږ ته وویل چې پېښه نن سهار وروسته له هغې رامنځ ته شوه کله چې د ملکي وګړو یو موټر د سرک غاړې پر ښخ شوي ماین وربرابر شو.

د طالبانو ډلې تراوسه د دغو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG