د لاس رسي وړ اتصالات

د تورخم د لارې بندیدل؛ پر خوراکي توکو بار د ملګرو ملتونو لارۍ پاکستان کې بندې پاتې دي


د تورخم د لارې بندیدو وروسته په سلګونو مسافر او په سوداګریزو توکو بار لارۍ د سرحد دواړو خواو ته د نږدې دریو اونیو راهیسې بندې پاتې دي.(عکس ارشیف).
د تورخم د لارې بندیدو وروسته په سلګونو مسافر او په سوداګریزو توکو بار لارۍ د سرحد دواړو خواو ته د نږدې دریو اونیو راهیسې بندې پاتې دي.(عکس ارشیف).

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم د سرحدي لارې د بندیدو پر دوام اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې ددغې لارې د بندیدو له امله ددغه پروګرام لږ تر لږه ۴۷ لارۍ چې د پاکستان څخه د افغانستان په لور روانې وې د پیښور او تورخم ترمنځ بندې پاتې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام د چهارشنبې د ورځې ناوخته مارچ ۱۲( کب ۲۲) په یو راپور کې ویلي چې په دغو لاریو کې ۱۲۰۰ ټنه بشري مرستې په ځانګړي ډول خوراکي توکي بار دي چې اکثره لارۍ د تورخم په سرحدي سیمه کې دریدلي دي.

د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ د میاشتې په ۲۱ شپه ( کب درېیم) د پاکستان سرحدي ساتوونکو د تورخم سرحدي لار د طالبانو د سرحدي ساتوونکو له خوا تورخم سرحد سره نږدې د یوې امنیتي پوستې د جوړولو په اعتراض کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او خلکو د تګ راتګ پرمخ وتړله.

ملګرو ملتونو ویلي چې د تورخم د لارې د پرانیستلو په صورت کې به د خیبرپښتونخوا ایالت د مرکز پیښور په ښار کې د خپلو ګودامونو څخه افغانستان ته د بشري مرستو په ځانګړي ډول د خوراکي توکو انتقال بیرته پیل کړي.

د تورخم د لارې د بندیدو څخه نږدې درې اونۍ په تیریدو د کرښې دواړو خواو ته د ناروغانو په ګډون په سلګونو مسافر او پر سوداګریزو توکو بار په سلګونو لارې بندې پاتې شوي دي. نن د پنجشنبې په ورځ ددې لارې د تړلو څخه شل ورځې پوره شوې.

ددغې لارې د بندیدو وروسته د دواړو خواو ترمنځ څو ځلې نښتې شوې چې د کرښې دواړو خواو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

تراوسه ددغې لارې د بیرته پرانیستلو لپاره د کرښې د دواړو غاړو د قومي مشرانو او سوداګرو جرګه هم کومې پایلې ته نه ده رسیدلې.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د چارواکو د معلوماتو له مخې د کرښې دواړو خواو ته له ۵۰۰۰ څخه زیاتې لارۍ او موټرې بندې پاتې شوي دي.

اړمنو افغانانو ته د مرستو ویشل

په عین وخت کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو د ویش د دوام خبر ورکړی او ویلي دي چې دغه پروګرام یوازې د فبرورۍ په تیره میاشت کې په ټول دغه هیواد کې ۶.۱ میلیون کسانو ته بشري مرستې ویشلي دي.

د ملګرو ملتونو ددغه پروګرام د وینا پر اساس د روان ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ په میاشت کې یې اړمنو افغانانو ته ۵۰ میلیونه ټنه خواړه او ۱۸.۷ میلیون ډالره نغدې پیسې ویشلي دي.

د خوړو د نړیوال پروګرام د معلوماتو پر اساس تیره میاشت ۲۵۰۰ ټنه خوراکي توکي په ځانګړي ډول قوي خوراکي توکي د پنځه کلنو څخه د کم عمر ۱.۶ میلیون ماشومانو او ماشومانو ته شیدې ورکوونکو میندو ته د خوارځواکۍ د ناروغۍ د مخنیوي لپاره ویشلي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام اړمنو افغانانو ته د خوراکي توکو د مرستو د ویشلو دا خبر په داسې حال کې ورکړی چې په دې وروستیو ورځو کې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د بودیجې د کمښت د منفي اغیزو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي دي چې د سودان وروسته افغانستان په نړۍ کې دوېیم هیواد دې چې د نفوس نیمايي وګړي یې پر بشري مرستو متکي دي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک د پنجشنبې په ورځ مارچ شپږم (کب ۱۶) نیویارک کې خبري کنفرانس ته په وینا کې وویل چې د بشري مرستو لپاره د بودیجې د کمښت له امله یوازې تیره میاشت په افغانستان له ۲۰۰ څخه زیات روغتیايي مرکزونه تړل شوي، چې ورسره ۱.۸ میلیون کسان د روغتیايي خدمتونو ترلاسه کولو څخه بې برخې شوي دي.

په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته افغانستان د پراخه بشري بحران سره مخ شوی دی. د افغانستان پر بانکي سیستم محدودیتونه، د افغانستان بانک د شتمنۍ کنګل کیدل او د مرستې رسونې په بهیر کې د مرستې رسونې د ښځینه کارکوونکو پر کار باندې د طالبانو لګول شوي محدودیتونه ددغه بحران د لا پراخیدو سره مرسته کړې ده.

ددې ستونزو سره سره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې د تیر ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې یې په افغانستان کې ۲۰.۴ میلیون اړمنو افغانانو ته لږ ترلږه یو ډول بشري مرسته برابره کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ( اوچا) د مارچ پنځم ( کب ۱۵) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو راپور کې ویلي چې ددغه شمیر کسانو څځه ۱۴.۹ میلیونو چې د مجموعي شمیر ۷۳ فیصده کیږي د خوراکي توکو مرستې ترلاسه کړي دي.

اوچا ویلي چې په دغه موده کې په ټول افغانستان کې ۳.۴ میلیونو کسانو درې ډوله بشري مرستې ترلاسه کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG