په افغانستان کې د طالبانو حکومت یو مقام وایي، د چهارشنبې په ورځ مارچ پنځمه (کب ۱۵) د پاکستان په ډزو درې افغان خبریالان په داسې حال کې ټپیان شول چې د تورخم دروازې د تړل کېدو په اړه یې راپور ورکاوه.
د تورخم پوله د فبرورۍ له ۲۱ راهیسې د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د شخړې له امله تړل شوې ده.
دا پوله د سوداګرۍ او تګ راتګ لپاره حیاتي اهمیت لري، خو دواړو هیوادونو دا دروازه په تیرو وختونو کې هم تر ډیره د یو بل له لورې د خونړیو بریدونو په نتیجه کې تړلې وه.
د شمشاد ټلویزیون خبریال هدایت شاه هدایت او دوه نور خبریالان د تورخم په پوله د روانې شخړې د پوښښ لپاره تللي وو، چې د پاکستان له لوري پرې ډزې وشوې.
یوه ځايي چارواکي قریشي بدلون، د پاکستان له لورې د ډزو کیدل تائید کړي دي.
قریشي بدلون چې د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور په رياست کې کار کوي، وويل: "دا خبريالان د پاکستاني پوځيانو د هاوان مرمۍ په ډزو ټپيان شوي دي."
هغه وویل چې نور ټپیان شوي خبریالان، د پژواک خبري اژانس فلمبردار ولي محمد شینواری او د حریت راډیو خبریال عزیزالحسن نعماني دي.
د شینواري او نعماني حالت د اندېښنې وړ بلل شوی او د ننګرهار حوزوي روغتون ته انتقال شوي دي.
د پاکستان حکومت سمدستي په دې اړه څه نه دي ویلي.
اړوند
ډیر لوستل شوي
۱
فورم \ دبحث خونه