د پاکستان حکومت له لوري د تورخم دروازې د تړلو له کبله سوداګر د چمن -بولدک له لارې افغانستان ته په ګرانه بيه د مالونو لېږدولو ته اړ شوي دي.
هغه سوداګرو چې د تورخم له لارې به یې کابل ته سوداګريز مالونه وړل هغوی اوس د چمن له لارې چې د واټن له پلوه ډېره اوږده ورته پریوزي، په زياته کرايه بیه خپل مالونه افغانستان ته وړي.
د پاکستان او افغانستان ترمینځ د تورخم دروازه د فبرورۍ پر۲۱ (کب ۳) راهیسې تړلې ده. او له همدې ڼېټې راهیسې له تورخم سره نږدې د دواړو خواو ترمینځ څو ځلې نښتې شوي، چې له امله د کرښې دواړو غاړو ته د ملکي وګړو په ګډون امنیتي ځواکونو ته د سر زیانونه اوښتي دي.
د پاکستان له پلازمېنې اسلام آباد او لاهور څخه چې کومې مېوې، سيمنټ او نور سوداګريز مالونه پر پېښور او پر تورخم کابل ته لېږدول کېدل، اوس هغه مالونه د ډېره اسماعيل خان پر لار چمن ته ځي خو واټن يې يو په دوه زيات دی چې له کبله يې د لاريو کرايې هم زياتې دي او چې دغه مالونه تر کابله رسېږي نو خلکو ته هر څه په لوړه بيه تمامېږي.
په جلال آباد کې يو سوداګر حاجي صفت الله صاحبزاه وايي، چې د تورخم دروازه تړل د دواړو هېوادونو پر سوداګرو بده منفي اغیزه کړې ده.
حاجي صفت الله د مارچ ٩( کب ١٩) امريکا غږ ته وويل، له کراچۍ څخه چې کوم مالونه ننګرهار او کابل ته راځي نو هغه د تورخم پر لار راځي او کوم چې کندهار ته ځي نو پر چمن او سپين بولدک ځي خو چې د تورخم لاره تړلې وي نو سوداګر د مجبورۍ له کبله خپل مالونه د چمن پر لاره کابل او جلال آباد ته ليږدوي چې د لاريو د کرايو لګښت خورا زيات لوړ دی.
هغه زياته کړه: "پخوا به سوداګروپه خپلو موټروکې مالونه وړل چې له څلورو تر پنځه لکه کلدارې کرايه به يې وه خو اوس د پاکستان سرکاري ټرانسپورت ادارې اين ايل سي موټرې کرایه کوي چې شپږنيم لکه کرايه اخلي او کميشن اخستو کي هم يو نيم لک کلدارې اخلي، ګویا چې کومه کرايه به وړاندې تر پنځه لکه لګېده اوس هم هغه کرايه تر ٨ لکه کلدارو پورې اخيستل کيږي نو اغيزه يې پر ولس د ګرانۍ په صورت کې لوېږي."
د بلوچستان ايالت د کوټې ښار يو سوداګر صديق الله چې له لاهور او اسلام آباد څخه افغانستان ته مالونه ليږدوي وايي، د تورخم دروازې له تړلو سره د ډېرو سوداګرو کاروبار په ټپه درېدلی او مالي ستونزې ورپېښې شوې دي.
صديق الله د مارچ٩ ( کب ١٩) امريکا غږ ته وويل: "اسلام آباد او لاهور ته د چمن پرتله تورخم ډېر نزدې دی ځکه چې کابل ته مالونه زر رسېږي او ورسره د لاريو کرايې هم د چمن پرتله کمې وي خو چې د ډيره اسماعيل خان پر لاره د چمن پر دروازه خپل مالونه لېږدوي نو يو خو واټن دوه چنده زيات شي نو ډير وخت اخلي چې له کبله کرايې هم زياتې شي او کوم سوداګر چې د لوړو کرايو مالي توان نه لري نو د هغوی کاروبار په ټپه درېدلی دی."
صديق الله زياته کړه : "د تورخم دروازه د تړلو له امله که خوراکي توکي ګران شول نو د رغونې یا تعمیراتو څانګه هم ډيره اغېزمنه شوې ده، ځکه چې سيمنټ او ګول سیخ (سريه) يې له پاکستان څخه افغانستان ته ځي او له دې څخه په زرګونه مزدورکار خلک بې کاره شوي دي. "
د تورخم دروازې له تړلو نه يواځې د افغانستان بلکې د پاکستان سوداګر او مزدورکار هم اغيزمن شوي دي.
هغه د پاکستان او افغانستان چارواکو ته خواست کړی دی چې دغه روانه ستونزه دې زر تر زره هواره کړي.
په کابل کې د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونې پخوانی مشر خان جان الکوزي امريکا غږ ته وويل: "د تورخم دغه شخړه د دواړو هېوادونو د سوداګرو، مزدورانو او ولسونو په لوی تاوان ده، بايد چې د دواړو هېوادونو چارواکي د خپلو ولسونو په خاطر يې زر تر زره پای ته ورسوي چې يوځل بيا د وړاندې په څېر سوداګر خپلو کارونو ته چمتو شي او د مزدورانو په کورونو کې ماشومان له لوږې نهر نه ويده کېږي".
د خان جان الکوزي خبرو ته ورته خبرې په پېښور کې پاکستان او افغانستان د سوداګريزې ګډې خونې يو بل مشر شاهد حسېن هم کوي او وايي: "د دواړو هېوادونو چارواکي بايد له يوه بل سره ليدنه او ناسته وکړي او د ولسونو سره سره دې د خپلو هېوادونو مالي زيانونو ته هم پام وکړي چې هره ورځ يې په ميلينونو ډالر تاوان کېږي."
یاده دې وي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم د لارې د بیا پرانیستلو د هڅو په دوام د ډیورنډ د کرښې دواړو خواو ته میشتو قومي مشرانو او سوداګرو د یکشنبې په ورځ مارچ نهم ( کب ۱۹) په یوه په ګډه جرګه کې د دغې لارې د پرانیستلو په اړه خبرې کړي دي.
په دې جرګه کې د خیبرپښتونخوا ایالت د لنډي کوتل د سیمې او د افغانستان د ننګرهار ولایت یو شمیر مشرانو او سوداګرو ګډون کړی و.
د دغې جرګې د ګډونوالو د وینا پراساس په جرګه کې د لنډي کوتل پلاوي درې وړاندیزونه کړي، چې په لومړي سر کې یې اوربند کول، په ننګرهار کې د مورچې جوړولو د کار درول او ددغو اقداماتو په پایله کې د تورخم دروازې پرانستل شامل دي.
فورم \ دبحث خونه