د لاس رسي وړ اتصالات

د خوړو نړیوال پروګرام د اوکراین د ماموریت لپاره چمتووالی نیسي


د خوړو نړیوال پروګرام " WFP" د جمعې په ورځ د مارچ څلورمه ( کب ۱۳) وویل په اوکراین کې بند پاتې پنځه میلیونو خلکو ته د مرستې د رسولو لپاره چمتو والی نیسي.

د دغه سازمان مشر ډېوېډ بیسلي چې د پولنډ د کارکو له ښار څخه یې د اسوشېټد پرس له خبري آژانس سره خبرې کولې وویل:" د اوکراین پولې ته مو خپل ټیمونه استولي چې د هغو کسانو لاسنیوی وکړي چې له اوکراین څخه د جګړې له امله نشي وتلی او خوړو او نورو مرستو ته عاجل ضرورت لري."

ښاغلي بیسلي د پولنډ خلک له هغو اوکرایني مهاجرو سره د مرستې له امله وستایل چې په تیرو څو ورځو کې پولنډ ته وراوښتي دي.

په داسې حال کې چې د اوکراین جګړه دوهمې اونۍ ته غزېدلې ده، د روسیې او اوکراین ترمنځ د خبرو په یوه بل پړاو کې د ولسي خلکو د وتلو لپاره د خوندي لارې او اوکراین ته د بشري مرستو د رسولو پرسر ضمني توافق شوی دی.

له بلې خوا د روغتیا نړیوال سازمان د روسانو او اوکراینیانو ترمنځ ولسي خلکو ته د وتلو او مرستې د رسولو لپاره د خوندي لارې د ورکولو په سر شوی توافق یو مثبت ګام بللی دی.

روسیې او اوکراین د پنجشنبې په ورځ د خبرو په دوهم پړاو کې د اوکراین له کلابند شویو ښارونو څخه د ملکیانو د وتلو او بشري مرستو د رسولو لپاره د خوندي لارې دورکولو په سر هوکړه کړېده.

د دغې هوکړې بشپړ جزئیات تراوسه ندي خپاره شوي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د اروپا د برخې مسئول ډاکټر کلوج چې تازه له پولنډ څخه راستون شوی و ،د جمعې په ورځ یې اسوشېټد پرس ته وویل چې دغه سازمان اوکراین ته د هغو ۳۹ ټن مکعب موادو د لېږدولو لپاره چمتووالی نیسي چې له مخکې پولنډ ته رسېدلي دي.

ښاغلي کلوج زیاته کړه د جنګ په زیاتېدو سره، هغه کسان چې له اوکراین څخه تښتي د سړې هوا له کبله د تنفسي ناروغیو او یخ وهنې له خطر سره مخامخ دي.

له اوکراین څخه تراوسه پورې یو اعشاریه دوه میلیونه خلک کډه شویدي.

XS
SM
MD
LG