د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د بېړني حالت د اعلان گواښ کړی، بېړني حالت څه شئ دی؟


د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ گواښ کوي چې که کانگرس ورته د امریکا پر جنوبي سرحد د دیوال جوړولو لپاره بودجه ورنکړي، بېړنی حالت به اعلان او دیوال به جوړ کړي.

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ د ٢١ ورځو راهیسې د امریکا د حکومت ځنې برخې تړلي دي او له کانگرس غواړي ورته ٥،٧ میلیارد ډالر د مکسیکو سره په پوله د دیوال جوړولو لپاره ورکړي، چې د هغه په وینا متحده ایالاتو ته د غیر قانوني کډوالو او جنایتکارو بانډونو د راتگ مخنیوی وشي.

د "بېړني حالت" د اعلانولو قانون؟

دغه قانون ددې لپاره جوړ شو چې د اوږدمهاله بېړني حالت د ټینگولو مخنیوی وشي او د کانگرس واک ته رسميت ورکړل شي. دغه قانون په ١٩٧٦ کال په سپتمبر کې جوړ شو چې د جمهور رئیس له لورې اعلان شوی بېړنی حالت کنترول او وارزول شي او وروسته له دوو کلونو لغو کړای شي. د کانگرس دواړه مجلسونه باید ددغه حالت په هکله رایه ورکړي.

آیا ټرمپ کولای شي د بیړني حالت په اعلانولو دیوال جوړ کړي؟

هو!

د جمهور رئیس په توگه ټرمپ ددې واک لري چې ملي بېړنی حالت اعلان کړي. خو کیدای شي هغه بشپړ اختیارات ونلري چې ددغې حالت د اعلان سره تړلي دي.

آیا دا رښتیا یو بېړنی حالت دی؟

ښاغلي ټرمپ د جنوبي سرحد نه د مهاجرو راتگ یو بشري او بېړنی حالت گڼلی دی او د یکشنبې په ورځ یې وویل "جنایتکاران دننه هیواد ته راځي" او زیاته یې کړه "مونږ د انساني قاچاقبرو له راتگ سره مخامخ یو، مخدره توکي دلته راځي، مونږ د داسې شیانو سره مخامخ یو چې حتی تاسې نه غواړئ پرې پوه شئ". د ټرمپ ادارې همداشان ویلي چې تروریستان د مکسیکو نه امریکا ته رااوړي. خو منتقدین وایي، پولې ته د مهاجرینو ډله ییز راتگ د حکومت ددغو ادعاو سره اړخ نه لگوي.

پیسې به له کوم ځایه راځي؟

د دیوال جوړولو لپاره پیسې پیدا کول ښایي دومره اسانه نه وي. یوه لار چې پیسې ترلاسه شي هغه بېړنی پوځي قانون دی چې د دفاع وزیر ته د کانگرس له تصویب پرته واک ورکوي تر څو ساختماني پروژې پیل کړي. رسنیو د پنجشنبې په ورځ رپوټ ورکړ چې سپینه ماڼۍ د امریکا د پوځ د انجینرۍ په څانگه کې هغو پیسو پسې گرځي چې ترې گټه نده اخیستل شوې. همداشان زیاتې پیسې به د هغې بودجې نه ترلاسه شي چې د پورتوریکو، تکزاس، کالیفرنیا او فلوریدا د بېړنیو پیښو لپاره ځانگړې شوي دي.

کانگرس څه کولای شۍ؟

کانگرس کولای شي چې د جمهور رئیس له لورې اعلان شوی بېړنی حالت لغو کړي خو د دواړو مجلسونو (سنا او استازو مجلس) له پریکړې وروسته. خو دا کار ښایي د سنا په مجلس کې د جمهوري غوښتونکو د اکثریت په خاطر مشکل وي.

اضطراري حالت کیدای شي د محکمې له خوا هم چلنج شي.

آیا دمخه هم دا کار شوی دی؟

هو، په حقیقت کې د امریکا متحده ایالات د ١٩٧٩ کال راهیسې په پرله پسې توگه د بیړني حالت سره مخامخ وو. جمهور رئیس جیمي کارتر وروسته له هغې بېړنی حالت اعلان کړ چې په تهران کې د امریکا سفارت اشغال او امریکایان یرغمل شول. جمهور رئیس کارتر د ایران زیرمې کنگل کړې او راتلونکو شپږو جمهور رئیسانو هم په هرو شپږو میاشتو کې یو وار د ایران د زیرمو د کنگل کولو پریکړه تکرار کړه.

جمهور رئیس بیل کلنتن په ١٩٩٦ کې وروسته له هغې بېړنی حالت اعلان کړ چې د کیوبا پوځ دوه ملکي الوتکې په خپلو سواحلو کې وویشتلې. همداشان یو بېړنی حالت جمهور رئیس ډبلیو بوش په ٢٠٠١ کل د سپتمبر په ١۴ اعلان کړ چې جمهور رئیس ته یې د ٢٠٠١ کال د سپتمبر د یولسمې پیښې د غبرگون لپاره د پوځ د تجهیز واک ورکړ.

تر اوسه ٢٨ ځلې په امریکا کې بېړنی حالت اعلان شوی دی چې زیاته برخه یې د بهرنۍ پالیسۍ لپاره د جمهور رئیس له خوا د اقتصادي بندیزونو لگول وو.

XS
SM
MD
LG