د لاس رسي وړ اتصالات

د ننګرهار د هسکې مېنې ځنګلونو هم اور اخیستی


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د ننګرهار د هسکې مېنې په ځنګلونو کې د اور لګېدنې خبرونه خپاره شوي دي. تر دې څو ورځې وړاندې په خوست، کونړ او نورستان کې کې هم ځنګلونو اور اخیستی وو.

د ډیورنډ کرښې بلې غاړې ته هم په ځینو ځنګلونو کې په همدې تیرو څو ورځو کې اور لګېدلی دی. ددغو پرلپسې اور لګېدنو لاملونه لا تر اوسه ندي روښانه او په اړه یې پوښتنې را ولاړې شوي دي.

وړمه ورځ د خوست ولایت د موسی خېلو او قلندر ولسواليو په ځنګلونو کې اور ولګید چې وروسته ددغه ولایت د رضاکارو ځوانانو په مټ تر یوې کچې کابو شو.

د کاروان د خیریه بنسټ مشر پادشاه ولي کاروان وايي: "د اور په سیمه کې ټوله شپه ځوانانو کار وکړ. اور یې مهار کړی تر اوسه، خو یو ډار چې موجود دی هغه بل سکاره دي. که چیرې باد او یا هوا ولګیږي د بیا اور لګېدنې امکان شته".

تر دې مخکې، طالب چارواکو د کونړ ولایت د چپې درې ولسوالۍ اړوند د لوی خوړ سیمې ځنګله کې د اورلګېدنې خبر ورکړ. د سیمې خلک او چارواکي وتوانېدل چې اور مهار کړي.

خو په نورستان کې بیا قصه داسې نه وه. د نورستان ولایت، نورګرام ولسوالۍ د شام درې په ځنګلونو کې اورلګېدنې په سلګونو جریبه د نښترو، جلغوزیو، څیړیو او نورو مثُمر او غیر مثمرو ونو ځنګلونه وسوځول.

د نورستان ولایت د کلیو د پراختیا ریاست د پروګرامونو آمر کامران مشتاق وايي: "دلته لسګونو هکتاره ځنګل سوځیدلی. ګڼ شمېر وحشي ژوي یا وژل شوي او یا تښتیدلي دي. د اور وژنې لپاره سیمیزې شورګانې او کلیوال اشر په ډول کار کوي چې اور څه ناڅه مهار شوی دی.

د دغو اورونو سلسله لومړی د ډیورنډ کرښې په بله غاړه کې، د خیبر پښتونخوا په مغل کوټ سیمه کې پیل شوه چې په دریو ورځو کې د بلوچستان شیرانیو سیمه کې د سلیمان غره ته ورسیده. ویل کېږي چې تر اوسه ۱۶۴ کیلو متره ځنګل د اور د لمبو خوراک شوی.

پوښتنه دا ده چې دا اورونو څنګه په یو وخت کې ددې سیمې په بېلا بیلو برخو کې رامنځته کیږي.

د بلوچستان د اسمبلۍ غړی نصرالله زیری وايي: ما له حکومت څخه غوښتنه کړې وه چې د دې کار پلټنه دې وشې. دا لوی تاون دی. له دې ځایه چې د کاله درې نیم عرب روپۍ د خلکو عاید وو هغه ختم شو. د وحشې ژوو قتل عام سره سره هوا هم ککړه شوې ده

وخت په وخت د نړۍ د ګرمسېره سیمو په ځنګلونو کې د اور لګیدنه کومه نوې خبره نده؛ خو پدغه سیمه کې داسې پیښې ځکه پوښتنې را ولاړوي چې له یو اړخه پدې سیمه کې دمخه اورونه ندي لګیدلي او له بلې خو بیا کونړ او نورستان دواړه سړې سیمې هم دي.

په افغانستان کې طالبانو او د پاکستان حکومت دواړو ژمنې کړي چې دا پیښې به څېړي. خو د چاپیریال ساتنې کارپوهانو او ځايي اوسېدونکو طالبان او پاکستاني حکومت په بې غورئ تورن کړي او وايي د اورونو په مهارولو کې پاتې راغلي.

په ځنګلونو کې د اورلګېدنې دغه بهیر پر چاپیریال او ژویو ناوړه اغېز کوي. وېره موجوده ده چې له دې اورونو سره د سیمې د خلکو اقتصاد هم ټکنی شوي دی. چې تر اوسه یې بشپړ جزیات نه دي په ډاګه شوي.

XS
SM
MD
LG