د لاس رسي وړ اتصالات

د یمن حوثي یاغیانو د یو اسرائیلي سوداګر بیړۍ نیولې


د اسرائیل پوځ ویلي د حوثي یاغیانو له خوا نیول شوې دا بیړۍ له ترکیې څخه جاپان ته پر لار وه، او د بیړۍ په ۲۵ کسیزه عمله کې د اسرائیلیانو برسېره د اوکراین، بلغاریا، فیلیپین، مکسیکو او نورو هېوادونو اتباع شامل دي.   
د اسرائیل پوځ ویلي د حوثي یاغیانو له خوا نیول شوې دا بیړۍ له ترکیې څخه جاپان ته پر لار وه، او د بیړۍ په ۲۵ کسیزه عمله کې د اسرائیلیانو برسېره د اوکراین، بلغاریا، فیلیپین، مکسیکو او نورو هېوادونو اتباع شامل دي.   

د یمن ایران پلوه حوثي یاغیانو د یکشنبې په ورځ نومبر ۱۹ (لړم ۲۸) وویل چې دوی په سور سمندرګي کې د یو اسرائیلي سوداګر یوه کښتۍ نیولې او د یمن سواحلو ته یې لېږدولې ده.

دا اعلان څو ورځې وروسته له هغه وشو چې حوثي یاغیانو د غزې په تړانګه کې د حماس سره د اسرائیل د جګړې په لړ کې، په سمندر کې د اسرائیلي کښتیو په نښه کولو ګواښ وکړ.

د حوثیانو د پوځ ویاند یحیی سریع په یو بیان کې چې په ایکس (ټویټر) خپور شوی، وویل چې یاغیانو "یوه اسرائیلي کښتۍ ونیوله او د یمن سواحلو ته یې بوتله".

دا کښتۍ د یو جاپاني شرکت لخوا چلول کیږي، او د خوشې کولو لپاره یې توکیو مداخله کړې او په "مستقیم" ډول د یاغیانو سره په تماس کې شوې ده.

د جاپان د بهرنیو چارو وزیر یوکو کامیکاوا وویل، توکیو له اسرائیلو سره په تماس کې دی او له حوثیانو سره د مستقیم تماس سربیره، موږ له سعودي عربستان، عمان، ایران او نورو اړوندو هیوادونو څخه هم غوښتنه کوو چې د حوثیانو څخه په کلکه د بېړۍ او د عملې د غړو د ژر تر ژره خلاصون غوښتنه وکړي."

اسرائیل، جاپان او امریکا د بېړۍ نیول غندلي دي.

د اسرائیل پوځ ویلي له ترکیې څخه جاپان ته پر لار ددغه بیړۍ په ۲۵ کسیزه عملې کې د اسرائیلیانو برسېره د اوکراین، بلغاریا، فیلیپین، مکسیکو او نورو هېوادونو اتباع شامل دي.

د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو دفتر ویلي، دغه کښتۍ "د یمني حوثي ملیشو له خوا د ایران په لارښوونه تښتول شوې ده."

ایران دغه تور رد کړی دی.

د دوشنبې په ورځ، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني وویل چې د اسرائیل تورونه "بې اعتباره" دي او "د هغه وضعیت څخه د تیښتې معنی لري چې دوی ورسره مخامخ دي."

د سمندري امنیت شرکت "امبري" د معلوماتو په اساس، د موټرو لیږدوونکې دا کښتۍ د "رې کار کاریر" ده چې په اسرائیلي سوداګر ابراهیم "رامي" انګار پورې اړه لري.

اسرائیل د اکتوبر په اوومه د حماس تر واک لاندې غزې تړانګې باندې وروسته له هغه بمباري او ځمکني عملیات پیل کړل چې د اسرئیلي مقاماتو په خبره، د حماس په یو برید کې ۱۲۰۰ زیاتره ملکي اسرائیلیان ووژل شول او نږدې ۲۴۰ نور یرغمل شول.

د حماس چارواکي وايي، د اسرائيل په بمباريو او ځمکنيو عملیاتو کې د زرګونو ماشومانو په ګډون تر ۱۳۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

د تلفاتو دغه شمېرې په خپلواک ډول ندي تائید شوي.

ایران، چې د حماس مالي او پوځي ملاتړ کوي، د دې ډلې د اکتوبر د اوومې برید "بریالیتوب" بللی، خو په دې کې یې مستقیم لاس لرل رد کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG