د لاس رسي وړ اتصالات

په یمن کې د ورځې ۱۳۰ ماشومان مري


ملگرو ملتونو ویلي دي چې د یمن شاوخوا ٢،٢ میلیونه ماشومان د سو تغذي نه رنځیږي
ملگرو ملتونو ویلي دي چې د یمن شاوخوا ٢،٢ میلیونه ماشومان د سو تغذي نه رنځیږي

یو نړیوال خیریه سازمان وایي چې د یمن په جنگ ځپلي هیواد کې هره ورځد لوږې او ناروغیو له کبله ١٣٠ ماشومان مړه کیږي.

د Save The Children په نامه د ماشومانو خیریه سازمان د چهارشنبې په ورځ وویل چې پر یمن د سعودي عربستان په مشرۍ د ایتلاف له لورې د لارو بندول شاید د ماشومانو مړینه نوره هم زیاته کړي.

دې خیریه سازمان همداشان ویلي دي چې په ٢٠١٧ کال کې څه دپاسه ۵۰۰۰۰ یمني ماشومان تلف شوي دي.

شاوخوا ١٠ ورځې مخکې حوثي یاغیانو چې ایران یې ملاتړ کوي یو بالیستیک میزایل د سعودي عربستان د ریاض په هوایي ډگر باندې وویشته. که څه هم چې توغول شوی میزایل هدف ته تر رسیدو دمخه د سعودي عربستان له لورې وچول شو، خو ددې پیښې وروسته دې هیواد یمن ته ټولې هوایي، ځمکنۍ او سمندري لارې وتړلې.

د سعودي عربستان دغه اقدام د نړیوالو په ځانگړې توگه د مرسته رسونکو ټولنو انتقادونه راپارولي دي. ددغو نړیوالو انتقادونو په نتیجه کې سعودي عربستان د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې اکمالاتي لارې به بیرته پرانزي.

ملگرو ملتونو او څه دپاسه ٢٠ نړیوالو مرسته کوونکو ډلو خبرداری ورکړی دی چې د لارو بندول د یمن وگړي چې بشري مرستو ته سخته اړتیا لري د لوږې او مرگ سره مخامخ کوي.

په یمن کې لوږه او فقر

د ٢٠١٧ کال د مۍ په پنځمه د ملگرو ملتونو عمومي منشي ښاغلي گوتیرش وویل چې د یمن وگړي د لوږې سره لاس او گریوان دي او د هغه هیواد د وگړو د ژغورلو په مقصد باید نړیواله ټولنه اقدام وکړي.

د ملگرو ملتونو د بشري چارو د هماهنگی دفتر هم ویلي دي چې د یمن ۱۸،۸میلیونه وگړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

ملگرو ملتونو همداشان ویلي دي چې د یمن شاوخوا ٢،٢ میلیونه ماشومان د سو تغذي نه رنځیږي. برسیره پردې ددې هیواد ١۴ میلیونه وگړي د څښاک اوبو د کمبود سره مخامخ دي.

د اسوشیتید پرس اژانس وایي چې په تیرو دوو کلونو کې په یمن کې څه دپاسه ۱۰۰۰۰ تنه وژل شوي او درې میلیونه مور په هغه هیواد کې له خپلو کورونو نه بې ځایه شوي دي.

XS
SM
MD
LG