د ایران د اتومي موافقې په اړه د امریکا تازه خبرداری

د ایران په اصفهان ښار کې د یورانیمو د غني کولو ځای

مایک پامپیو، چی د تیرې پنجشنبې (اپریل۲۶) په ورځ يي د بهرنیوچارو د وزیر په حیث لوړه وکړه، څو ساعته وروسته يي د وزیر په حیث بهرنی سفر وکړ.

لمړی په بروکسل کې د ناټو عمومي غونډې ته ورغلی و، بیا سعودي عربستان او اسرایل ته لاړ او نن دوشنبې (اپریل۳۰) يي د اردن د مقاماتو سره ولیدل.

په ټولو سفرونو کې يي د سیمې او نړۍ پر امنیت خبرې کړي او د ایران موضوع يي په ځانګړي ډول د عربستان او اسرایل د مشرانو سره ډيره مطرح کړه. ښاغلي پامپيو اروپايي متحدینو ته هم وویل، تردی مخکې چې په نژدې دوه اونیو کې د ایران او لویدیځ ترمنځ د ۲۰۱۵ کال اتومي موافقې د تمدید نیټه پوره شي، یا دی له سره پرې غور وشي او یا به امریکا تری ووځي.

د روحاني مشر نن دوشنبې (اپریل۳۰) وویل امریکا باید له منځني ختیځ څخه ووځي. د ایت اله خامنی په وینا امریکا په منځني ختیځ کې د اسلامي هیوادونو ترمنځ دښمني رامنځ ته کوي.

مایک پامپيو د منځني ختیځ په اړه د سعودي عربستان سره ډيرې خبرې وکړې.

پامپیو د ایران د اتومي موضوع سربیره، د قطر هیواد سره د سیمې د ځینو هیوادونو د اړیکو په بیرته ښه کولو ټینګار هم وکړ. سعودي، اردن، متحد عرب اماراتو، مصر او بحرین د قطر سره پدې وجه دیپلوماتیک روابط ختم او تجارتي راکړه ورکړه بنده کړې چې وایي د ترهګرو ډلو مالي تمویل او حمایت کوي. خو مایک پامپيو سعودي ته په رسیدو لمړۍ خبره دا وکړه چې په قطر باید لګیدلي بندیزونه هرڅه ژر پای ته ورسول شي او د سعودي، اردن، بحرین او متحد عرب اماراتو يي وغوښتل چې اړیکې سمې کړي او په متحد ډول په سیمه کې د ایران د نفوذ مخنوی وکړي.

پامپیو خپلو متحدینو ته وویل چې امریکا په منځني ختیځ کې د ایران نفوذ پراخیدو او د هغه هیواد د اتومي هڅو په اړه ډیره اندیښمنه ده. پامپیو د امریکا د جمهور رئیس ډانلدټرمپ دا پلان تاید کړ چې په ۲۰۱۵ کال کې د ایران او پنځه ځواکمنوهیوادونو ترمنځ د شوې اتومي موافقې نه به امریکا ووځي.

د ښاغلي پامپيو په وینا دا موافقه ډيرې نیګړتیاوې لري او جمهور رئیس ټرمپ ورته هدایت کړې چې ددی موافقې د سمون کوشش وکړي، او که سمون پکې نشي راتلی، هغه به لدې موافقې ووځي.

ددی موافقې تر ټولو جدي مخالف، اسرایل دی چې د مذاکرو د پیل راهیسې يي پیل کړې. د اسرایل صدراعظم بنیامن نتیاهو وایي که چا دا خیال درلود چې ایران به ددی موافقې تر لاسلیک وروسته د دښمنۍ له حالته، مترقي دریځ پیدا کړي، دا برعکس و، ځکه ایران کوشش کوي د یو هیواد پسې بل له منځه یوسي. د نتنیاهو په وینا د ایران مخنیوی باید وشي ځکه دا د اتومي بمونو مسله ده او مخنیوی یي حتمي دی.

خو د ایران د جمهوري ریاست ویاند نن وویل چې امریکا یا بل هیواد هیڅ حق نلري چې د ایران د دفاعي تسلیحاتو د محدودیت یا فعالیت بندیدو خبره وکړي. د دی ویاند په باور چې ایران حق نلري امریکا یا فرانسې ته د تسلیحاتي فعالیت حدود وضع کړي، نو یاد هیوادونه هم حق نلري چې ایران ته دا ډول ګواښ وکړي.

خو پامپیو وایي ایران ټوله سیمه بی ثباته کوي د حماس او په یمن کې د حوثي یاغیانو په څیر وسله والو او ترهګرو ډلو سره کمک کوي او د پامپیو په وینا دا د ملګروملتونو د امنیت شورا د پریکړو سرغړونه ده.

ایران او روسیې ددی موضوع په اړه د شنبې په ورځ اوږدې خبرې وکړې. ایران په جمهور رئیس ټرمپ نیوکه کوي چې د نړیوالو ژمنو خلاف عمل کوي.

اوس که چیرته د می میاشتې تر دولسمې نیټې د ایران اتومي موافقه د جمهور رئیس ټرمپ لخوا تاید نشوه، امریکا کولی شي چې پر ایران پخواني بندیزونه بیرته ولګوي. منځي ختیځ ته د سفر په وخت مایک پامپيو په همدې ټکي ټینګار وکړ چې ټوله سیمه په متحد غږ پر ایران د بندیزونو لګولو ملاتړ وکړي.

ددی راپور ویدیويي بڼه دلته لیدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

مایک پامپیو