جنرال حمید: په کندهار کې پوځي عملیات ګړندي شوي

د دفاع وزارت چارواکي وايي، د هېواد په جنوب کې د دولت د وسله والو مخالفینو پرضد پوځي عملیات ګړندي کړي دي.

د افغانستان د لوی درستیز مرستیال او د ۲۰۵ اتل قول اردو سرپرست ډګر جنرال عبدالحمید حمید د یکشنبې په ورځ د «لړم پر ۲۷مه» له اشنا راډیو سره په مرکه کې وويل چې د همدې عملیاتو په لړ کې تېره شپه د قاطع ملاتړ ماموریت د هوايي قواوو په بریدونو کې د کندهار په میوند ولسوالۍ کې ۱۷وسله وال طالبان وژل شوي دي.

حمید: پوځي عملیات لاهم روان دي

ده زیاته کړه چې: "تېره شپه د میوند ولسوالۍ د بند تېمور، ګلوجان کلا او موشک مکتب په سیمه کې پر وسله والو طالبانو د هوايي بریدونو په ترڅ کې چې د قاطع ملاتړ ماموریت له لوري تر سره شوي د میوند ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو د قوماندان ملا شریف الله په ګډون ۱۷ تنه وسله وال وژل شوي."

جنرال حمید زیاته وي چې په دغه ولایت کې د دولت د وسله والو مخالفینو پرضد عملیات لاهم دوام لري. ​

د کندهار ولایت مقام په ودانۍ کې پر لوړ پوړو امنیتي چارواکو تر برید وروسته چې د ۲۰۵ اتل قول اوردو وقومندان جنرال امام رضا بهبود هم پکښي ټپي شو، د ولسمشر غني له لوري جنرال حمید د یاد قول اوردو سرپرست ټاکل شوی.

د کندهار ولایت مقام په ودانۍ کې د شوي امنيتيي پېښې څخه وروسته چې د دې ولایت ملکي او نظامي رهبرۍ ته پکښې مرګ ژوبله واوښتل، د کندهار د امنیت په اړه زیاتي اندېښنې پیدا شوي وې.

خو د لوی درستیز مرستیال جنرال حمید له اشنا راډیو سره په خبرو کې وويل چې د کندهار امنیت د ډاډ وړ دی او افغان ځواکونه په همږغۍ سره مخ ته ځي.

حمید: افغان ځواکونه په همږغۍ سره مخته ځي

​جنرال حمید زیاته وي چې:"دښمن فکر کاوه چې د کندهار رهبري لمنځه تللې او ځان يې بریالی باله، خو په تېرو ۳ اونیو کې چې زه دلته راغلی یم، د کندهار تر څنګ په زابل او روزګان ولایتونو کې د افغان قواوو په نظامي عملیاتو کې چې لویه برخه يې خاصو او هوايي قواوو تر سره کړي ۱۹۵ تنه د دولت مخالفین وژل شوي او ۱۱۴ تنه نور يې ټپیان شوي."

میوند د کندهار په جنوب کې له هلمند او روزګان ولایتونو سره په سرحد کې پرته ولسوالي ده چې د چارواکو په وینا وسله وال طالبان د خپلو مرکزونو تر څنګ د تګ راتګ د لارې په توګه هم ورڅخه کار اخلي.

وسله والو طالبانو تر دامهاله د کندهار په میوند کې د خپلو وسله والو د وژل کېدو په اړه تبصره نه ده کړې.