سروې: سږکال د کوکنارو په کښت کې ۲۰سلنه کموالی راغلی

د افغانستان د نشه يي موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي، په روان ۱۳۹۷ کال کې په دغه هېواد کې د تاریاکو په کښت کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی دی.

له مخدره موادو سره د مبارزې وزیرې سلامت عظیمي د دوشنبې په ورځ د «لړم پر۲۸مه» د یوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وویل:

سلامت عظیمي

"تېر کال پر ۳۲۸ زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو چې په ۱۳۹۷کال کې دغه اندازه ۲۶۳زره هکتاره ځمکې ته راکښته شوې چې نست تېر کال ته شل سلنه کموالی ښيي."

اغلي عظیمي زیاته کړه چې په ۱۳۹۷کال کې د دغه وزارت او یو شمېر نورو داخلي او بهرنیو مرستندیه ادارو لخوا د شوې سروې لمخې، په جوزجان کې ۹۰، بادغیس کې ۷۲، فاریاب کې ۴۶، بلخ، ۳۰، نیمروز ۲۱، کندهار ۱۶، فراه ۱۵، غور ۱۵، روزګان ۱۳، ننګرهار، ۹ بدخشان ۷، او هلمند کې د کوکنارو په کښت کې ۵ سلنه کموالی راغلی دی.

اغلې عظیمي نورستان، خوست، بامیان، کندز، لوګر، پکتیا، پکتیکا، پنجشیر، پروان، او میدان وردګ هغه ولایتونه یاد کړل چې د کوکنارو کښت پکښي صفر شوی دی.

نوموړې همدارنګه وویل چې په ۱۳۹۷ کال کې د افغانستان په شپږو زونونو کې ۸۹ سلنه کوکنار کرل شوي دي.

عظیمي وايي، په دغه کال کې تر ټولو ډېر کوکنار په هلمند، کندهار، روزګان، ننګرهار، بدخشان، فراه، نیمروز، فاریاب، بلخ، بادغیس، زابل، غور، لغمان، کونړ او بغلان ولایتونو کې کرل شوي دي.

هغې سمنګان، تخار، جوزجان، هرات، کابل، کاپیسا، سرپل، غزني‌ او دایکنډي هغه ولایتونه یاد کړل چې د کوکنارو د کښت کچه پکې راکمه شوې ده.

د کوکنارو په کښت کې کموالی راغلی

له مخدره موادو سره د مبارزې وازت د کوکنارو د کښت د کموالي لامل، له مخدره موادو سره جدي مبارزه، عامه پوهاوی او کروندګرو ته د بدیل معشیت پروګرامونه پلې کول وبلل.

د دغه وزارت وزیرې همدارنګه زیاته کړه چې په ۱۳۹۷کال کې د تاریاکو په تولید کې هم ۲۹ سلنه کموالی راغلی دی.

نوموړي زیاته کړه چې روان کال ۶۴۰۰ سره میټریکه ټنه تاریاک تولید شوي چې نسبت ۱۳۹۶کال ته چې ۹زره میټریکه ټنه تولید شوي و ۲۹ سلنه کموالی راغلی دی.

په افغانستان کې د مخدره موادو کښت او تولید له جدي ستونزو څخه ګڼل کېږي چې افغان حکومت او نړیوال ملګرې په وړاندې د جدي مبارزې مسؤلیت لري، خو ویل کېږي دغه مبارزه لکه څنګه چې لازمه ده نه ده تر سره شوې.

له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت تر دې وړاندې ویلي و چې د کوکنارو زیاته برخه په هغو سیمو کې کرل کېږي چې د وسله والو طالبانو تر کنټرول لاندې دي.