غني: د سولې بهیر کې باید د ډاکټر نجیب د وخت تېروتنې تکرار نشي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني‌ وايي، د دې لپاره چې د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب د وخت تېروتنې تکرار نشي باتدبیره سوله غواړو.

ښاغلي غني‌ د دوشنبې په ورځ د ملي ټلوېزیون له لارې خلکو ته د سولې په اړه وینا کې وویل چې ځکه پر باتدبیره سوله ټینګار کوي چې د ډاکټر نجیب الله د وخت له تجربو څخه پوره خبر دی.

نوموړي زیاته کړه چې ټول افغانان پوهېږي چې له ډاکټر نجیب سره څه ډول دوکه وشوه"ملګرو ملتونو هغه ته د سولې د ټینګېدو تضمین ورکړی و، خو بدبختانه په ناورین بدل شو."

ښاغلي غني‌ وویل افغان حکومت د سولې د بندو دروازو ماتولو لپاره ټینګه اراده او نیت لري او همدارنګه یې زیاته کړه چې د امریکا لخوا د سولې پیل شوي هڅې د افغان حکومت د سولې یوه برخه ده چې مالکیت یې د افغان حکومت په لاس کې دی.

ولسمشر غني همدارنګه زیاته کړه چې با تدبیره سوله یې غوښتنه ده:"موږ سوله ژر غواړو، په سرعت یې غواړو، خو په تدبیر یې غواړو،تدبیر ځکه مهم دی چې بیا پخوانۍ تېروتنې تکرار نشي."

نوموړي‌ زیاته کړه چې د افغانستان د ولسمشر په توګه د سیمې او نړۍ هېوادونو له رول څخه پوره خبرتیا لري او په دې پوهېږي چې د سولې تر موافقې وروسته به احتمالي خطرونه کوم وي.

هغه همدارنګه وویل چې په روانې جګړې کې ټوله قرباني افغانانو ورکړې او د سولې ابتکار هم باید د افغانانو په لاس کې وي.

نوموړي زیاته کړه چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو حضور د یو ضرورت پر اساس دی چې پر دغه ضرورت تل غور کېږي تر څو په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو شمېر د یو پلان له‌مخې صفر ته راټیټ شوي.

ولسمشر غني زیاته کړه چې د تلپاتي سولې رامنځته کولو لپاره واضح پلان او تګلاره لري او ویې ویل ژمنه کوي چې سوله ټینګوي او د هر ډول راتلونکي ناورین مخه نسي.

هغه وویل چې د وسله والو طالبانو روانه جګړه په افغانستان کې د قوي دولت رامنځته کېدو مخه نیسي چې د نوموړي په وینا دا « افغانستان د بهرنیو دښمنانانو» غوښتنه ده.

طالبانو له امریکا سره پر خبرو ټینګار کړی دی

نوموړي یو ځل بیا پر افغان طالبانو غږ وکړ چې د پردیو له شومو اهدافو راووزي او د افغانانو غوښتونو ته په «لیبک» ویلو سره له افغان دولت سره جدي مذاکرات پيل کړي.

ولسمشر غني پر داسې مهال د سولې د روان بهیر په اړه اندېښنه ښيي چې تېره اونۍ امریکايي پلاوي‌ او طالب استازو قطر کې پر افغان سولې شپږ ورځنی بحث وکړ او د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي‌ استازي زلمي خلیلزاد تېره شپه له ولسمشر غني‌ سره د قطر د تېرې غونډې جزئیات شریک کړل.

د قطر غونډې تر پای ته رسېدو وروسته دواړو لورو په دغه غونډه کې پر مهمو مسائلو د پرمختګ خبر ورکړ.

خلیلزاد: پرېکړه نه‌ده شوې، خبرو کې پرمختګ شوی

خلیلزاد: له طالبانو سره د موقت حکومت په اړه هېڅ خبرې نه دي شوي

د افغانستان د بیا پخلایني بهیر لپاره د امریکا ځانګړي‌ استازي زلمي خلیلزاد تېره شپه په ارګ کې له ولسمشر غني سره لیدنه کې ویلي چې په قطر کې له طالبانو سره پر اوربند، له افغان حکومت سره پر مذاکراتو، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او یو لړ نورو مسائلو خبري کړي دي.

خلیلزاد تېره شپه له ولسمشر غني سره د قطر غونډې جزئیات شریک کړل

نوموړي ویلي چې امریکايي لوري په قطر کې له طالبانو سره خبرو کې پر بین الافغاني مذاکراتو ټینګار کړی، خو دا چې طالبان به بین الافغاني مذاکراتو ته کښېني که نه، دی به د پاتې موضوعاتو د تعقیب لپاره بیا له طالبانو سره وګوري.

افغان حکومت تل له وسله والو طالبانو سره پر مخامخ خبرو ټینګار کړی، خو طالبانو د افغان حکومت دغه غوښتنه رد کړې او له امریکا سره چې د دوی په وینا اصلي لوری دی پر خبرو ټینګار کړی دی.