د کندهار پر امنیې قوماندانۍ برید پاکستان کې پلان شوی و ـ ملي امنیت

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، د دوی د معلوماتو له مخې د کندهار پر امنیې قوماندانۍ د طالبانو پرونی برید د پاکستان په چمن کې پلان شوی و.

ملي امنیت نن جمعه د «چنګاښ پر۲۸مه» رسنیو ته د یوې غږیزې ټلیفوني مکالمې په لېږلو سره ویلي چې په چمن کې د ملا اغا په نوم د طالبانو یو قوماندان بریدګرو ته لارښوونه کوي.

د ملي امنیت لخوا رسنیو ته لېږل شوې اعلامیه کې ویل شوي:"د دغه برید د تر سره کوونکو او په پاکستان کې د هغوی له مشرانو سره ټلیفوني خبرې، د کرښې هغې غاړې پاکستان کې د تروریستانو ښکاره حضور او زموږ د خاورې پر ضد د وسله والو بریدونو د پلانونو ښکاره ثبوب دی."

د طالبانو یوه ویاند قاري یو سف احمدي بیا نن جمعه ویلي چې دغه برید یې دننه په افغانستان کې پلان کړی و.

افغان حکومت چې تل یې له پاکستان څخه په هغه هېواد کې د افغان مخالفینو د پټنځایونو پر ضد د اقداماتو غوښتنه کړې ده تر دا مهاله یې په دې اړه څه نه دي ویلي.

د کندهار پر امنیې قوماندانۍ پرونی برید چې د چارواکو په وینا د پولیسو په ګډون ۱۱ تنه پکې ووژل شول او ۸۳ نور ټپیان شول مسؤلیت یې طالبانو په غاړه واخیست.

طالبانو بیا په دغه برید کې ګڼو پولیسو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

د کندهار د چارواکو د معلوماتو له‌مخې په دغه ولایت کې د پروني برید له امله په ګمرک کې د اورلګېدنې او قوماندانۍ ته نژدې، د کورونو، دفترونو د شیشو او د سپین بولدک پر سړک موټر پلورنځیو ته ګڼ مالي زیانونه اوښتي دي.