د لاس رسي وړ اتصالات

غزني ښار کې موټر بم چاودنې ۱۲ تنه وژلي ۱۷۹ټپيان دي


د غزني سیمه ییز چارواکي وايي، د غزني ښار د دریمې امنیتي حوزې په ښامیر سیمه کې د ملي امنیت د یو مرکز مخته موټر بم چاودنه شوې ده.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري امریکا غږ ته وویل، چې حمله کوونکي نن د یکشنبې په سهار شااوخوا اته نیمې بجې په یاده سیمه کې د ملي امنیت یو مرکز مخته خپل له چاوېدونکو موادو ډک مازدا موټر ته چاودنه ورکړه.

نوموړي زیاته کړه چې په دغه چاودنه کې۶تنه وژل شوي او له پنځوسو زیات نور ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې په وژل شوو کې دوه د ملي امنیت ریاست منسوبین او څلور ملکي وګړي شامل دي.

خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید الله مایار بیا پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې په دغه پېښه کې ۱۲ تنه وژل شوي او ۱۷۹ نور ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړه د ټپیانو زیاته برخه چې ملکي وګړي دي، ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

ښاغلي مایار ویلي، یو شمېر ټپیان چې حالت یې خراب و د درملنې لپاره کابل ته انتقال شوي دي.

د غزني چارواکو هم ویلي چې د یادې پېښې په ټپيانو کې ۳۵ تنه د ښوونځیو زده کوونکي هم شامل دي.

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست هم په یوه بیان کې ویلي چې، په دغه موټر بم چاودنه کې د دوی دوه منسوبین وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

یاده چاودنه چې ویل کېږي، د عزني ښار په یوې ګڼ مېشتې سیمه شوې، له امله یې ګڼ شمېر کورونه، هټۍ او ښوونځي هم زیانمن شوي.

طالبانو د یاد برید د مسؤلیت په اخیستلو سره د ملي امنیت ګڼو سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

طالبان پر داسې مهال د دغه برید مسؤلیت اخلي چې دغه ډله امریکايي استازو سره د سولې په جدي مذاکراتو بوخته ده.

ولسمشر غني د یاد برید په غندلو سره ویلي چې طالبان پر داسې مهال دغه برید تر سره کوي چې په قطر کې په بین الافغاني مذاکراتو بوخت دي.

له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې د غني له قوله ویل شوي چې طالبانو په یاد برید سره وښودل چې «عمل او خبرې یې جدي تناقض لري.»

دا د افغان سولې د اوم پړاو خبرو په جریان کې په افغانستان کې د طالبانو څلورمه مرګونې چاودنه ده چې رامنځته کېږي.

طالبانو د تېرې اونۍ راپدېخوا د بغلان په نهرین، د کندهار په معروف او په کابل ښار کې مرګوني بریدونه تر سره کړل چې لسګونه امنیتي سرتېرو او دولتي مامورینو ته یې مرګ ژوله واړوله.

XS
SM
MD
LG