امریکا په دې هیواد کې میشتو اوکراینیانو ته لنډمهاله استوګنه ورکوي

د متحدو ایالتونو حکومت د پنجشنبې په ورځ مارچ دریمه(کب ۱۲) پریکړه وړکړه هغو په لس ګونه زره اوکراینیانو ته چې له وړاندې په امریکا کې اوسیږي، لنډمهاله استوګنه او د کار اجازه ورکړي.

د امریکا د کورنیو امنیت وزارت ویلي دا پریکړه وروسته له هغه وشوه چې روسیې پر اوکراین نظامي برید وکړ.

دغه وزارت زیاتوي، هغو لس ګونه زره اوکراینیانو ته چې اوسمهال په امریکا کې دي او له روسیې سره د نظامي نښتې له امله خپل هیواد ته نشي تللی، په دې هیواد کې لنډمهاله استوګنه او د کار اجازه ورکړي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت ویلي د جمهور رئیس بایډن د پریکړې پر اساس د مارچ میاشتې له لومړۍ نیټې څخه اوکرایني اتباع کولی شي په امریکا کې پاتې شي او د اتلسو میاشتو لپاره په قانوني ډول په دې هیواد کې کار وکړي.

د روان میلادي‌ کال د فبروري میاشتې په ۲۴ نیټه پر اوکراین د روسیې له نظامي برید وروسته، چې اوسم هم دوام لري، د هغه هیواد څه باندې یو میلیون اتباع د خپل هیواد پریښودو ته اړ شوي‌دي.

د ملګرو ملتونو د چارواکو په وینا،که پر اوکراین د روسیې برید دوام وکړي، ډله ایز مهاجرتونه به دوام ولري.

پر کیف د روسیې له برید مخکې، یو شمیر غربي چارواکو خبرداری ورکړی وو چې پر اوکراین به د روسیې برید ددې لامل شي چې شاوخوا پنځه میلیونه اوکرایني اتباع د خپل هیواد پریښودو ته اړ شي.