اسرائیل کې پنځه کسان په ډزو وژل شوي

د اسرائیل د تل ابیب د بني براک ښار په یوه کلي کې د سه شنبې په ورځ مارچ ۲۹ (وري نهمه) د ډزو له امله شاوخوا پنځه کسان وژل شوي دي.

دا په وروستیو ورځو کې دریم مرګونی برید دی چې په اسرائیل کې ترسره کیږي. دا له ۲۰۱۷ کال راپدیخوا په هغه هیواد کې د یوه بریدګر له خوا مرګونی برید ګڼل کیږي.

دوه ورځې وړاندې هم د اسرائیل په حضیره سیمه کې د پولیسو دوه افسران ووژل شول. د هغه هیواد پولیسو د سه شنبې په ورځ مارچ ۲۲ وویل چې یوه عرب په جنوبي بئیر شیبع ښار کې د چړې په مرسته یو نارینه او درې میرمنې ووژلې.

د اسلامي دولت یا داعش وسله والې ډلې د دواړو مرګونو بریدونو مسولیت پر غاړه اخیستی دی. اسوشیټډ پرس خبري آژانس راپور ورکړی چې په اسرائیل کې د داعش بریدونه په ندرت کیږي.

د اسرائیل پولیسو ویلي وروستي بریدونه په دوو سیمو کې شوي او دا بریدونه پر موټرسایکل د سپرو کسانو له خوا شوي دي.

رویټرز د اسرائیلي رسنیو په حواله راپور ورکړی چې وسله وال کس لومړی په ارتودوکس سیمه کې د یوه اپارتمان پر برنډې ډزې وکړې او وروسته یې پیاده عابرینو ته د ټوپک مخ راواړاوه. بریدګر هم په ډزو کې ووژل شو.

د سه شنبې له برید څو ساعته مخکې، د اسرائیل صدراعظم نفتالي بنیټ په هغه هیواد کې وروستي بریدونه "نوی وضعیت" وباله او د ډیرو امنیتي اقداماتو غوښتنه یې وکړه.

دغه برید په داسې حال کې وشو چې د څلورو عربي هیوادونو او متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیران په اسرائیل کې د سیمې د وضعیت په اړه په خبرو بوخت دي.

په وروستیو اوونیو کې فلسطینیانو د بیت المقدس په ختیځ او د اردن سیند په لودیځه څنډه کې په نیول شویو سیمو کې د چړو په مرستو څو بریدونه کړي دي او یو شمیر شکمن کسان د اسرائیل د امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوي دي.

اسرائیلو د ۱۹۶۷ میلادي کال په جریان کې د اردن سیند لودیځه څنډه اشعال کړه او له هغه راوروسته یې پکې په لس ګونه یهود میشته ښارګوټي جوړ کؤي دي. اوسمهال کابو ۵۰۰ زره یهودان په دې سیمه کې ژوند کوي.

فلسطینیان هڅه کوي چې یاده سیمه کې د خپل راتلونکي دولت یوه برخه وګرځوي خو یهود میشته ښارګوټي د فلسطین او اسرائیل ترمنځ د منازعې د هواري په وړاندې عمده خنډ بولي.