د اوکراین د جمهور رئیس مېرمنې د امریکا له کانګرس څخه وسلې غوښتي

د اوکراین د جمهور رئیس مېرمن، اولینا زلنسکا واشنګټن ته راغلې او د امریکا د کانګرس غړو ته یې ویلي دي چې هېواد یې د هوايي دفاع وسلو ته اړتیا لري.

په داسې حال کې چې مېرمن زلنسکا د امریکا کانګرس ته ویلي چې د روسیې یرغل د اوکراین خلک کړولي دي، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف خبرداری ورکړی چې په اوکراین کې د روسیې پوځي اهداف اوس یوازې ددغه هېواد په ختیځ پورې محدود ندي.

پرون چهارشنبه ۲۰ جولای (چنګاښ ۲۹)، د امریکا د کانګرس غړو د مېرمن زلنسکا خبرې په چکچکو بدرګه کړې. هغې وویل، که څه هم په نړۍ کې د جمهور رئیسانو میرمنې د زده کړې په څېر، سوله ایزو مسئلو ته پام کوي، خو د روسیې په لاس د اوکراین او ددغه هېواد د خلکو تباه کېدو، دا مجبوره کړې ده چې دې مسئلې ته توجه وکړي.

مېرمن زلنسکا وویل: "زه نن د داسې څه غوښتنه کوم چې مخکې مې تصور هم نه کوه. زه د وسلو غوښتنه کوم. د چا پر خاوره باندې د یرغل دپاره نه، بلکې د خپل کور د ساتنې او ژوندي پاتې کیدو دپاره. زه د هوايي دفاع د سیستمونو غوښتنه کوم ترڅو په راکټي بریدونو کې، په زانګوګانو کې د ماشومانو د وژل کېدو مخنیوی وشي".

په عین وخت کې په مسکو کې، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف وویل چې د روسیې د پوځ توجه اوس یوازې د اوکراین په ختیځو سیمو پورې محدوده نه ده. لاوروف همدارنګه تور پورې کړ چې اوکراین د سولې به خبرو کې جدي ندی.

لاوروف وویل چې اوکرایني چارواکي به هیڅکله هم داسې څه وړاندې نه کړي چې د توجه وړ وګرځي او روسیې له وړاندې دا موضوع درک کړې ده.

د امریکا د وسله وال ځواک د لوی درستیزانو د کمېټې رئیس مارک میلي، په اوکراین کې د روسي ځواکونو د پرمختګ په اړه وویل چې هلته د جګړې زیانونه زیات دي خو لاسته راوړنې ډیر لږ دي.

جنرال میلي وايي چې د ډانباس او لوهانڅ په سیمو کې ورو جګړه روانه ده او دغه سیمې لا د اوکرایني ځواکونو له لاسه ندي وتلي.

بل خوا د امریکا د دفاع وزیر لویډ آسټین وايي، پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل پنځه میاشتې پوره کیږي، د اوکراین پوځ جګړه کوي او د کیف مقاومت لا روان دی.