ننګرهار کې د شولو د تخمونو څېړنه کیږي - چارواکي  

Your browser doesn’t support HTML5

د ننګرهار کرهڼې ریاست اړوند په تحقیقاتي فارم کې د وریجو د نمایشي قطعو او تولید لپاره هڅې روانې دي، تر څو کروندګرو ته ښه تخم ورکړي او د شولو ښه حاصلات په لاس ورشي.  

د ننګرهار کرهڼې ریاست اړوند په تحقیقاتي فارم کې د وریجو د نمایشي قطعو او تولید لپاره هڅې روانې دي، تر څو کروندګرو ته ښه تخم ورکړي او د شولو ښه حاصلات په لاس ورشي.

د دې تحقیقاتي فارم د غله جاتو مسؤل شکیب احمد عطایي وايي، اوس مهال يې د شولو خېشاوه روانه ده.

عطايي امریکاغږ ته وویل، چې اوس مهال يې په کرلو شولو کې دوه پروسې دوام لري، یو دا چې د تخم تولید وکړي او بله دا چې د نورو تخمونو سره يې تحقیق او توپیر، چې حاصلات يې تر نورو ښه اوسي.

هغه وویل"مونږ تر دیرشو نوعو پورې تخمونه لرو، زمونږ هڅه دا ده چې د شولو غوره نوعه ترلاسه کړو. هم ښه حاصلات ورکړي او هم ښه کیفیت ولري. همدا انواع تشخیص کوو چې دا معرفي شي دهقانانو ته."

ښاغلی عطایي وايي، هڅه کوي د شولو د هغه تخمونو په پرتله د ښه کیفیت تخم تشخیص کړي، کوم چې همدا اوس هم کروندګرو سره شته دی.

عطايي وايي، ګټه به دا وي، چې دوی له یو کال نه بل ته ښه تخم تولید کړي، داسې چې د پخوانیو تخمونو نه يې حاصلات د کیفیت، حاصل او دوام له مخې غوره وي.

دی وايي، د کرهڼې وزارت د شولو د تخمونو ټول انواع راجستر کوي او بیا يې وروسته کروندګرو ته ورکوي، تر څو يې کښت لا ښه شي.

د هغه په وینا دا د بدیل معیشت یو تر ټولو غوره کار دی، چې کروندګرو ته هر کال په وخت اصلاح شوي تخمونه ورسوي تر څو د کروندګرو اقتصادي پیاوړتیا رامنځته شي.

د شکیب احمد عطايي د معلوماتو له مخې دوی هر کال له دې هر څه برسیره مورنی تخم هم تولیدوي، چې سږ کال يې هم شاو خوا لس زره متره مربع ځمکه کې دا هڅې روانې دي.