ملګري ملتونه: د افغان ښځو د حقونو لپاره مبارزه، یوه نړیواله مبارزه ده

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو د چارو استازې وايي چې په دغه هېواد کې له ښځو څخه د هغوی حقونه بیرته اخیستل د نړۍ لپاره "د خطر زنګ" دی او ښيي چې د کلونو پرمختګ په څو میاشتو کې له مینځه تللای شي.

اېلېسن ډېوېډیان پرون دوشنبه ۲۵ جولای (زمری ۳) په نیویارک کې د ملګرو ملتونو له عمومي دفتر څخه د ویډیو کنفرانس له لارې خبریلانو ته وویل، د نړۍ په نورو برخو کې له کوره وتل د ژوند عادي چاره ده، خو د ډیرو افغان مېرمنو دپاره دا کار غیرعادي دی او د هغوی د مقاومت نښه ګڼل کیږي.

هغې دا څرګندونې به داسې حال کې کړي دي چې د شاوخوا ۲۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو آستازي د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د طالبانو له چارواکو سره ګوري.

په تېر اګست که واک ته له رسېدو وروسته، طالبانو د ښځو پر لباس اغوستلو، کار، تعلیم او سیاسي برخه کې پر فعالیت بندیزونه لګولي او له خپلو هغه ژمنو شاته شوي دي چې ویلي یې وو د ښځو حقونه به نه محدودي.

ډېوېډیان وايي: "په مجموع کې، ددغو بندیزونو په نتیجه کې د ښځو کار او عامې روغتیا ته لاسرسی محدود شوی او نشي کولای خپل حقوق تر لاسه کړي او یا له تاوتریخوالي ځانونه وژغوري".

مېرمن ډېوېډیان وايي، خو افغان مېرمنو ورته ویلي چې هغوی به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

ډېوېډیان پر هېوادونو غږ وکړ چې په افغانستان کې د مدني ټولنې او د ښځو د حقونو د ملاتړ کوونکو ډلو ملاتړ وکړي.

هغې وویل: "له ښځو سره مرسته وکړئ. د ښځو دپاره له خدماتو او کار موندنې، سره مرسته وکړئ. د ښځو له کاروبار، ښځینه مشرانو او بشري حقونو له موسسو سره مرسته وکړئ".

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو د چارو دا استازې وايي چي له اوسني مالي او اقتصادي بحران څخه د افغانستان د وتلو دپاره لازمه ده چې دغه هېواد کې ښځو ته ونډه ورکړل شي. هغه وايي، ځینې شمېرې ښيي چې په افغانستان کې له کار کولو څخه د ښځو محرومول ددغه هېواد اقتصاد ته د کال یو میلیارد ډالر یا د ناخالص کورني عاید (GDP) پنځه سلنه تاوان پېښوي.

اېلېسن ډېوېډیان وايي که څه هم په نړۍ کې افغانستان یوازنی هېواد نه دی چې د ښځو حقونه پکې تر پښو لاندې کیږي، خو وايي چې د افغانستان وضعیت "د خطر زنگ" دی.

الیسن ډیویډیان وايي: "هغه څه چې په افغانستان کې روان دي ټولو ته واضح کوي چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو دپاره مبارزه یوه نړیواله مبارزه ده. دا د نړۍ د ټولو ښځو د حقونو دپاره مبارزه ده".

هغه زیاتوي: "په دې برخه کې زموږ عمل یا نه عمل د نړیوالې ټولنې په توګه زموږ د دریځ استازیتوب کوي".

مېرمن ډیویډیان وايي، په افغانستان کې د ښځو د حقوقو د فعالینو او ملاتړکوونکو تاریخچې ته په کتو سره، هغه تمه لري چې حالت به ښه شي. او وايي، که نړیوال ملاتړ ورسره وي، د افغانستان ښځینه فعالانې کولای شي د خپلو حقونو دپاره په مبارزه کې بری تر لاسه کړي.