په ننګرهار کې ځینې بڼوال د شفتالو د سږني کال له حاصلاتو خوښ دي 

Your browser doesn’t support HTML5

د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې د شفتالانو یو باغدار سږ کال د شفتالو له ډیرو حاصلاتو خوښ دی او وايي د تیر کال په نسبت یې سږ کال باغ ډیر حاصل کړی دی.  

د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې د شفتالانو یو باغدار سږ کال د شفتالو له ډیرو حاصلاتو خوښ دی او وايي د تیر کال په نسبت یې سږ کال باغ ډیر حاصل کړی دی.

انعام افغان ساخا د دره نورد سُتن د سیمې اوسېدونکی دی او په شاو خوا یو جریب ځمکه کې يې څو کاله وړاندې د شفتالانو باغ جوړ کړې دی، چې دا دریم کال دی حاصلات ورکوي.

هغه وویل په لومړیو کې يې د تېر جمهوري نظام پر مهال د کرنې ریاست په همکارۍ د شفتالانو دا بڼ جوړ کړی دی.

ساخا وايي:" په یو جریب ځمکه کې مو دا باغداري کړې ده د شفتالو، حاصلات يې ډېر ښه دي. تېر کال ۲۰۰ یا ۲۵۰ پاکټه و او سږ کال يې ۴۰۰ یا ۴۵۰ پاکټه شفتالان کوي لخیره."

انعام افغان وايي، د نورو کښتونو په پرتله د د شفتالانو حاصلات ښه او ګټه یې ډېره وي، نو ځکه خو يې سمه پالنه کوي.

هغه وايي، دا حلال کښت دی او خوښ دی، چې په ځمکه کې يې د حلال رزق ګټلو وسیله برابره کړې ده. "د جوارو او غنمو نه یې حاصل ډېر وي او په همدې خاطر مو دا باغداري جوړ کړی دي، زحمت يې هم دومره نه دی ډېر ورسره په تکلیف نه یو."

د هغه د معلوماتو له مخې په دره نور ولسوالۍ کې اوس مهال خلکو ډېره مخه بڼوالۍ ته کړې ده او له دې سره د کوکنارو د کر مخه نیول شوې ده.

ننګرهار یو له هغو ولایتونو دی چې د کوکنارو کر پکې کیږي. د یو این اوو ډي سي د ۲۰۲۱ کال د کوکنارو د کر سروې په ډاګه کوي، چې پدغه ولایت کې په څه باندې دوه زره هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو، خو په ورته وخت کې په ننګرهار کې بدیل کښتونه هم ډیر مروج شوي دي.