د کندهار په ژړۍ ولسوالۍ کې د املوکو باغونه د کوکنارو ښه بدیل ګڼل کیږي 

Your browser doesn’t support HTML5

د کندهار په ژړۍ ولسوالۍ کې چې پخوا د تریاکو د کښت مشهوره سیمه بلل کیده اوس پکې نوي باغونه کښېنول شوي او یو شمیر کروندګر وايي، چې د املوکو باغونه د کوکنار یو له ښو بدیلو ګڼل کیږي. 

د کندهار په ژړۍ ولسوالۍ کې چې پخوا د تریاکو د کښت مشهوره سیمه بلل کیده اوس پکې نوي باغونه کښېنول شوي او یو شمیر کروندګر وايي، چې د املوکو باغونه د کوکنار یو له ښو بدیلو ګڼل کیږي.

په ژړۍ کې د املوکو د باغ بڼوال محمد نسیم وایې چې سږ کال یې د املوکو ونو ښه حاصل نیولی او د هغه په خبره د املوکو ونې د تریاکو ښه بدیل په دې دی چې یو خو اوبه کمې غواړي او بل دا چې حاصل یې هم ښه دی.

محمد نسيم وايي: دغه د املوک باغ د پنځو کالو دی ښه حاصل ورکوي. مرض نلري او ګټه یې هم ښه ده. دومره زیات حاصل نیسي چې هیڅ بله ونه نشي پسي رسیدای. د انارو باغونه د چینجي او نور مرضونه پيدا کوي‌ خو دا هیڅ مرض نه پيدا کوي.

د کرني په سکتور کې د اوبو د نشتون ستونزه د باغ لرونکو لپاره تل لویه اندېښنه وي، خو د املوکو د باغونو پالونکي وایې چې باغونه یې لږ اوبه غواړي او ژر نه تږي کیږي.

د املوک د باغ څښتن محمد نسیم وایې: دا په درې څلورو کاله کې ښه حاصل ته رسیږي اوبه لږ غواړي. زموږ زیاتره ځمکه وال د داسي ګټورو باغونو په اړه معلومات نلري دوی یوازي د تریاکو په فکر کې وي چې تریاک له هره پلوه زموږ لپاره زیانمن دي.

کندهار د کرهڼي لپاره په بیلا بیلو ولسوالیو کې تر لسو زیات اقلیمي شرایط لري.

که څه هم د کندهار انار، انځر او ابجوشي ځانګړی شهرت لري خو په وروستیو څو کلونو کې پکې د پستې تر څنګ د تازه مېوو په برخه کې املوک هم ښه پایله ورکړې ده.