رینا امیري: همه شمول حکومت او بشري حقونه له طالبانو سره د اړیکو د عادي کېدو کلي ده

رینا امیري

د افغانستان د ښځو د حقونو په چارو کې د متحدو ایالتونو ځانګړې استازې رینا امیري وايي د افغانستان د روانو چارو په اړه یې د پاکستان، قطر، ترکیې او اوزبیکستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره خبرې کړې دي.

میرمن امیري د پنجشنبې په ورځ سپتمبر ۲۲ (وږې۳۱) په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې د بیا پخلاینې په چارو کې د امریکا له ځانګړې استازي تامس ویسټ سره یو ځای له دغو مقاماتو سره لیدلي دي.

رینا امیري لیکلي دي چې په دغو خبرو کې «توافق وشو چې همه شموله حکومتولي، بشري حقونه او په ځانګړي د ښځو/نجونو د تعلیم او کار حقونه له طالبانو سره د اړیکو د عادې کېدو کلي ده.»

نوموړې ویلي دي چې د دغو هېوادونو له مقاماتو سره یې د ملګرو ملتونو د ۷۷مې غونډې په څنډو کې لیدلي دي.

رینا امیري همدغه راز د اسلامي هېوادونو د کنفرانس له ځانګړي استازي بخیت سره هم د ملاقات یادونه کړې ده او ویلي دي چې له نوموړې سره یې په افغانستان کې د ښځو او ځوانانو سره د مرستو په ګډو هڅو خبرې کړې دي.

میرمن امیري وايي: «توافق وشو چې د نجونو د تعلیم د حق د مسئلې لپاره کمپاین باید د ښځو د کار د حق سره وتړل شي.»

تر دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو هم ویلي وو چې له تامس ویست سره یې پر افغانستان خبرې کړي. هغه ویلي وو چې سوله ایز افغانستان د پاکستان لومړیتوب دی.

رین امیري داسې مهال د سیمې او نړۍ د ځینو مشرانو سره په افغانستان کې د بشري حقونو او ښځو د تعلیم او کار په اړه د بحثونو خبره کوي چې د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته په افغانستان کې په ښځو کلک بندیزونه لګول شوي دي.

طالبانو تر شپږم ټولګیو ورپورته د نجونو ښوونځي تړلي، ښځو ته د کار، سیاسي او ټولنیز فعالیت اجازه نه ورکول کېږي او همدغه راز په عادي او ټولنیزو ژوند کې هم پرې یو لړ بندیزونه لګول شوي دي.

امریکا او نړیواله ټولنې د طالبانو دا بندیزونه په کلکه غندلي او په وار وار یې د دغو بندیزونو د لېرې کېدو غوښتنه کړې ده.

طالبان وايي چې حکومت یې همه شمول دی او په دې برخه کې د نړیوالو فشارونه د افغانستان په چارو کې مداخله بولي. ځینو طالب مقاماتو ویلي چې د نړیوالو فشارونو ته به تسلیم نشي.