د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان نجونو د ښوونځيو بندېدو کال پوره شو؛ ملګرو ملتونو 'دا یوه غمجنه او د شرم وړ' کالیزه بللې


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا (یوناما) په دغه هیواد کې د نجونو پر مخ د متوسطه او لېسیو ښووځیو د بندېدو د یو کال په پوره کېدو سره ویلي چې له زده کړو څخه د نجونو محرومیت "غمجن او د شرم وړ" دی.

د تیر یو کال راپدېخوا پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته په دغه هیواد کې د نجونو تر شپږم پورته ټولګي تر امر ثاني بند شوي چې په کور دننه او بهر یې پراخ غبرګونونه پارولي دي.

په افغانستان کې د نجونو تر شپږم ټولګي پورته ښوونځيو بندېدو یو کال پوره کېدو سره هم مهاله د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش ویلي چې یو کال کې د زده کړو فرصت له لاسه ووتی چې په خبره یې بیابه را ونه ګرځي.

ښاغلي ګوتریش نن یکشنبه سپټمبر ۱۸ (وږې ۲۶) د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې نجونو ته ښوونځيو ته د تګ اجازه ورکړي، ترڅو خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

بلخوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ سرپرست مارکس پوتزیل هم د یکشنبې په ورځ سپټمبر ۱۸ (وږې ۲۶) په یوې اعلامیې کې ویلي چې له زده کړو څخه د نجونو محرومیت هیڅ معتبره توجیه نلري او د نړۍ په بل هیڅ ځای کې داسې څه نشته.

ښاغلي پوتزل زیاته کړې چې د ورته وضعیت دوام به د نجونو د نسل او افغانستان د راتلونکي لپاره سخت زیان ولري. هغه ویلي: "دا یوه غمجنه، د شرم وړ او په بشپړه توګه د مخنیوي وړ کلیزه ده."

یوناما همدارنګه ویلي پداسې حال کې چې د هلکانو ښوونځيو د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر پر ۱۸مه خلاص شول، طالبانو هغه مهال امر وکړ چې د نجونو تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي به تر امر ثاني پوري بند وي. خو د یو کال په تېرېدو سره تر دا مهاله هیڅ اقدامات نه دي شوي.

یوناما اټکل کړی چې د تېر یو کال په جریان کې، څه باندې یو میلیون نجونې زده کوونکي متوسطه او لېسیو ښوونځيو ته د تګ څخه پاتي شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي: "طالبان د هغو بیلا بیلو ژمنو په عملي کولو کې پاتې راغلي چې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته به ښوونځیو ته د تلو اجازه ورکوي. دغه بندیز له اوم څخه تر دولسم ټولګي پورې نجونو مخه نیولې، او هغه نجونې یې اغیزمنې کړي چې عمرونه یې معمولا له ۱۲ تر ۱۸ کلنو پورې دي."

ملګرو ملتونو له زده کړو څخه د نجونو محرومیت په افغانستان کې د نجونو او ښځو د اساسي حقوقو نقض بللی او وايي، دغه کار د نجونو څنډې ته کیدو، له هغوی سره د تاوتریخوالي زیاتېدو او د ناوړه ګټه اخیستنې خطر زیاتوي.

له طالبانو څخه د ښوونځيو خلاصولو غوښتنه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ په دغه هیواد کې د نجونو پر مخ تر شپږم ټولګي پورته ښوونځيو بندېدو د کال پوره کېدو سره هم مهاله د طالبانو له حکومت څخه یو ځل بیا غوښتي چې د یادو ښوونځيو بیرته خلاصولو په اړه بېړني اقدامات وکړي.

یوناما همدارنګه ویلي طالبانو چې د نجونو او ښځو د لومړنیو ازادیو محدودولو په اړه کوم اقدامات چې دوی کړي، باید له هغوی څخه تیر شي.

په اعلامیه کې راغلي: "ښایي د فرصت کړکۍ د تنګیدو او نرۍ کیدو په حال کې وي، خو موږ له دوی څخه غواړو چې په فعاله توګه ښوونځیو ته د نجونو د بیرته راستنیدو لپاره، کوټلي ګامونه پورته کړي - چې دا چاره کولی شي افغانستان د پرمختګ لور ته یوسي او خلکو ته هیله ورکړي."

دا په داسي حال کې ده چې د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت سرپرست نورالله منیر په دغه هیواد کې د نجونو تر شپږم پورته ټولګیو بندېدو لامل یو ځل بیا کلتوري ستونزې بللي دي. هغه روانه میاشت په روزګان ولایت کې خبریالانو ته وویل چې د لیري پرتو سیمو اوسېدونکي په اوسنیو شرایط کې نه غواړي چې خپلې ۱۶ کلنې لوڼې ښوونځيو ته واستوي، خو د هغه دغه څرګندونو په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه وپارول.

د طالبانو حکومت چارواکو تر دې مخکې تل ویلي چې د شریعت په چوکاټ کې د ټولو ښځو حقوقو ورکولو ته ژمن دي.

د فقر او ناامنیو زیاتېدو په اړه خبرداری

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ له زده کړو څخه د افغان نجونو محرومیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې د نجونو د متوسطه او لېسیو ښوونځيو بندېدو دوام به د افغانستان د نا امنیو، بېوزلۍ او انزوا په ګډون د افغانستان پر وړاندې د کړکیچونو په ژورولو کې مرسته وکړي.

په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو بندېدو په اړه د کورنیو او نړیوالو غبرګونونو په دوام د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه صندوق یا (یونیسف) په افغانستان کې د نجونو پر مخ د لېسې او متوسطه ښوونځيو د بندېدو د دوام په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې له زده کړو څخه د نجونو محرومیت د افغانستان اقتصاد ته لږ تر لږه ۵۰۰ میلیون ډالر زیان رسولی دی.

د څه باندې یو کال په تېرېدو سره په افغانستان کې د طالبانو حکومت د هیڅ هیواد لخوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی. تر دې مخکې د افغان ښځو او نجونو د حقوقو په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي رینا امیري ویلي و که طالبان غواړي نړیوال مشروعیت تر لاسه کړي باید د نجونو او ښځو حقوقو تامین ته پام وکړي.

XS
SM
MD
LG