ایرلنډ او امریکا د ۲۰۲۳ کرکټ نړیوال جام څخه پاتې شول  

په زمبابوې کې د ۲۰۲۳ کرکټ‌ نړیوال جام د غوراوي سیالۍ روانې دي، چې نن یکشنبه جون ۲۵ (سرطان څلورم) سري لانکا په کې ایرلنډ ته لویه ماتې ورکړه او په دې سره ایرلنډ د دغه نړیوال جام ته له ورتګ څخه پاتې شو.

په دغو سیالیو کې ټولې لس لوبډلې دي او د اولې مرحلې څخه یې شپږ غوره لوبډلې دویمې ته لاره کړې ده.

په شپږو غوره لوبډلو کې زمبابوې، سري لانکا، ویست انډیز، سکاتلنډ، هالنډ او عمان دي.

په اولې مرحلې کې لس لوبډلې په دوو ګروپونو وېشل شوي وو. ایرلنډ په بي او متحده ایالتونه په الف ګروپ کې وو. دغو دواړو لوبډلو خپلې درې ګروپي لوبې وبایللې او هېڅ امتیاز یې ترلاسه نکړ او نړیوال جام ته له ورتګ څخه پاتې شول.

ایرلنډ د کرکټ د نړیوالې شورا اول درجه او متحده ایالتونه یې دویم درجې غړي هېوادونه دی.

همدغه راز متحده عرب امارات او نیپال هم د ۲۰۲۳ کال کرکټ د نړیوال جام ته له ورتګ څخه پاتې شول، دوی هم شپږ غوره مرحلې ته لار ونشوه کړای.

د شپږ غوره لوبډلو د مرحلې لوبې د پنجشنبې په ورځ پیلیږي او د دغو لوبډلو په منځ کې به یوازې د سر دوې لوبډلې د ۲۰۲۳ نړیوال جام ته وځي.

د سږکال نړیوال جام په هند کې دی چې د افغانستان په ګډون لس لوبډلې په کې لوبېږي.