د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ نړیوال جام د غوراوي سیالۍ: نیپال امریکا ته ماتې ورکړه


د ۲۰۲۳ د کرکټ د یوې ورځنیو لوبو د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې نن سه شنبه جون ۲۰ (جوزا۳۰) دوې لوبې وشوې.

په لومړۍ لوبې کې د کوربه هېواد زمبابوې لوبډلې د هالنډ او په دویمې لوبې کې نیپال د امریکا د متحدو ایالتونو لوبډلې ته ماتې ورکړې.

د متحدو ایالتونو لوبډلې نیپال ته د ۲۰۸ منډو هدف وټاکه. د امریکا په لوبډلې کې شایان جهانګیر ۱۰۰ منډې وکړې، خو بیا هم نیپال دا هدف پوره کړ.

د نیپال په لوبډلې کې کرم شرکي ۷۷ منډې وکړې او ټاکل شوی هدف یې اسانه کړ. د لوبې غوره لوبغاړی د نیپال توپ اچوونکی کرن شو چې څلور لوبغاړي یې سوځولي وو.

په بلې لوبې کې زمبابوې بیا د هالنډ د ۳۱۶ منډو هدف پوره کړ. د زمبابوې لوبغاړي سکندر رضا ۱۰۲ منډې وکړې او تر پایه ونه سوځېده. ده په توپ اچوونې کې هم څلور لوبغاړي سوځولي او د لوبې غوره لوبغاړی شو.

د ۲۰۲۳ د نړیوال جام لپاره د غوراوي په روانو سیالیو کې لس ټیمونه دي او د سر دوه به یې نړیوال جام ته وځي. افغانستان وار دمخه دغه نړیوال جام ته وتلی دی.

XS
SM
MD
LG