اسدالله خان: هېڅکله مو داسې فکر نه کاوه چې په پاکستان به یې داسې وبایلو؛ اسیا کپ ته مو ښه لوبغاړي‌ ټاکلي 

اسدالله خان د افغانستان د کرکټ لوبغاړو د غوراوي‌ کمېټې مشر

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلو د لوبغاړو د غوراوي کمېټې مشر اسدالله خان وايي هېڅکله یې داسې فکر نه کاوه چې په پاکستان باندې به داسې پرلپسې لوبې بایلي.

اسدالله خان د امریکا غږ سره په یوې ځانګړې مرکې کې د دغو ماتو په مهمو علتونو او اسیا کپ ته د لوبغاړو د انتخاب په اړه پوښتنو ته ځوابونه ویلي او وضاحت یې ورکړی دی.

افغانستان د یکشنبې په ورځ اګست ۲۷ (وږې پنځمه) د اسیا کپ سیالیو ته د ۱۷ لوبغاړو نومونه اعلان کړل. ده وویل چې دا لوبغاړي یې د اسیا کپ میدانونو وضعیت او د افغان لوبډلې ضرورتونو ته په کتو اعلان کړي دي.

اسدالله خان د وفادار مومند او شاهد کمال په ګډون د ځینو لوبغاړو د نه انتخاب او نورو مسائیلو په اړه پوښتل شوی دی.

پوره مرکه یې دلته واورئ:

اسدالله خان: هېڅکله مو داسې سوچ نه و کړی چې په پاکستان به یې داسې بایلو

اسدالله خان سره په پاکستان د لوبو د بایللو په علتونو او اسیا کپ ته د لوبغاړو په انتخاب ځانګړې مرکه