د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د اسیا کپ کرکټ سیالیو ته د ۱۷ لوبغاړو نومونه اعلان کړل


د افغانستان کرکټ بورډ په پاکستان باندې د دریو پرلپسې لوبو له بایللو وروسته نن یکشنبه اګست ۲۷ (وږي پنځمه)د اسیا کپ سیالیو ته د حشمت شهیدي په مشرۍ د ۱۷ لوبغاړو نومونه اعلان کړل.

په دغه لست کې نجیب ځدراڼ، شرف الدین اشرف او کریم جنت هم شامل دي. دوی د پاکستان خلاف لوبو کې نه وو.

وفادار مومند، فرید ملک او شاهد کمال، چې د پاکستان په خلاف لوبو کې وو، په دې لست کې نشته. له دې وراخوا نور ټول هماغه لوبغاړي‌دي چې د پاکستان خلاف لوبو کې وو.

د افغانستان کرکټ بورډ هیله ښودلې چې دا لوبډله به په اسیا کپ کې ښه ځلېږي.

د اسیا کپ سیالۍ د پاکستان او سري لانکا په کوربتوب د اګست میاشتې په ۳۰ نېټه د پاکستان په ملتان کې پیلېږي او د پایلوبې په ګډون یې ځینې لوبې په سري لانکا کې کېږي.

په دغو سیالیو کې شپږ لوبډلې پاکستان، افغانستان، هند، بنګله دېش،‌ سري‌لانکا او نیپال لوبېږي. نیپال په لومړي ځل د اسیا کرکټ کپ سیالیو ته لار موندلې ده.

د اسیا کپ لومړۍ لوبه د چهارشنبې په ورځ د پاکستان او نیپال ترمنځ ده. د افغانستان لومړۍ لوبه د را روانې یکشنبې په ورځ له بنګله دېش او دویمه لوبه یې د بلې سه شنبې په ورځ له سري لانکا سره ده.

د دغو شپږو لوبډلو څلور یې بل پړاو ته لار کوي. پایلوبه یې د سپتمبر په ۱۷ نېټه ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG